د لاس رسي وړ اتصالات

قوماندان علي پور په ضمانت خوشې شو


د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د قوماندان علي پور سره
د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د قوماندان علي پور سره

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، عبدالغني علي پور نن ماښام د افغانستان د ملي امنیت له توقیف خانې څخه په لوی ضمانت خوشې شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې قوماندان عبدالغني علي پور څخه د امنیتي ادارو لومړنۍ پلټنې هم بشپړې شوې وې.

قوماندان علي پور د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا د کابل په قلعه قاضي کې نیول شوی وو.

قوماندان علي پور د هغه د پلویانو د پراخه لاریونونو په ترڅ کې، چې د یکشنبې په مازیګر پیل شوي وو، خوشې شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال اختر محمد ابراهیمي خبریالانو ته وویل، چې قومندان علي پور د خوشې کیدو لپاره د هغه د پلویانو له خوا په لاریونونو کې د یکشنبې له ماښام څخه تر د دوشنبې د ورځې تر مازیګر پورې ۴۸ پولیس ژوبل شوي دي.

د قوماندان علي پور د پلویانو د لاریون یوې تنظیمونکي هم امریکا غږ ته ویلي، چې د پولیسو په ډزو کې پنځه لاریون کوونکي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د لاریون کوونکو یو تنظیموونکي ذولفقار امید امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی ته هم د قومندان علي پور د خوشې کیدو خبر ور رسدلی، خو دوی به ترهغې، چې قومندان علي پور یې په سترګو نه وي لیدلی د افغانستان د جمهور رئیس د دوهم مرستیال محمد سرور دانش د کور مخې ته خپلو اختجاجي لاریون ته چې نن ماښام پیل شوی، همداسې دوام ورکړي.

د ملي امنیت ریاست د قوماندان علي پور د نیولو په اړه په یوه خپره شوې اعلامیه کې هغه د غیر مسولو وسله والو د ۱۵۰ کسیزې ډلې مشر بللی وو او ویلي دي، چې قومندان علي پور یو شمیر ولایتونو کې په لویو لارو د خلکو د لوټولو سربیره په یو شمیر جنایي پیښو کې هم لاس لره.

XS
SM
MD
LG