د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د قوماندان علي پور د نیولو غبرګون کې مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې


د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، د غیر مسؤل قوماندان علي پور د نیولو په غبرګون کې یو شمېر کسانو د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کې د پولیسو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل نن یکشنبې امریکا غږ ته وویل چې د یادو کسانو په حملو کې ۲۳ پولیس ټپیان شوي‌ دي.

ښاغلي روشندل وویل:"تر اوسه زموږ درې تنه پولیس په مرمیو ټپیان شوي‌ او ۲۰ تنه نور پولیس په د تېږو او لرګیو په وارونو کې ټپیان شوی دي، د پولیسو تاسیساتو ته هم دوی اور چولی دی چې د ټرافیکو غرفې دي، د پولیسو د پیرداري محلات او نظامي وسایط دي."

نوموړي زیاته کړه چې د یادې ستونزې هوارولو په هدف یې د کابل ښار د لوېدیځې ځنډې له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره خبرې پیل کړي دي.

ښاغلي روشندل پر پولیسو او نظامي تاسیساتو د یادو کسانو حمله د قانون خلاف وبلل.

تر دامهاله په دغه پېښه کې د ملکي کسانو د ټپي کېدو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
پخواني معلومات

د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکو په کابل ښار کې د یوه غیر مسؤل وسله وال قوماندان علي پور نیول تائید کړل.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل نن یکشنبه امریکا غږ ته وویل چې قومندان علي پور نن سهار د دیارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملي امنیت او پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.

د کابل امنیه قوماندان زیاته کړه چې د علي پور د نیولو په غبرګون کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د دریالسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې له تاوتریخوالې ډک غبرګون ښودلی.

قوماندان زیاته کړه چې، یو شمېر کسانو د مظاهرې په نوم په دریالسمې او اتلسمې حوزې په مربوطاتو کې پر پولیسو ډزې کړي چې یو شمېر پولیس یې هم ټپیان کړي‌ دي.

په ټولنیزو رسنیو کې له سیمې په خپرو شوو انځورونو کې لیدل کېږي چې له یو شمېر ودانیو څخه دودونه پورته کېږي.

ښاغلي‌ روشندل د علي پور د نیولو په غبرګون کې د کابل د ښار د یو شمېر اوسېدونکو له تاوتریخوالي ډګ غبرګون د قانون خلاف وباله او زیاته یې کړه چې نوموړی یې د سترې محکمې د حکم په اساس نیولی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت قوماندان علي پور یو غیر مسؤل قوماندان بللی، افغان امنیتي چارواکو تر دې مخکې هم په غور ولایت کې د نوموړي د نیولو په هدف عملیات وکړل چې پرمهال یې څلور پولیس او اته ملکي‌ وګړي ووژل شول خو خپله علي پور وتښتېدی.

قوماندان علي پور تر هغه وروسته په میدان ودرګ ولایت کې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال وویل چې حکومت د نوموړي د نیولو توان نه لري.

پر همدې مهال د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په یوې اعلامیې کې د قوماندان علي پور نیونه یو«غیر مسؤلانه او لمسونکی» کار بللی.

نوموړي له حکومت څخه د قوماندان علي پور د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG