د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې افغان ځواکونو د طالبانو نږدې ۱۱ ټُنه اپین له منځه وړي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان کومانډو ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو د مخدره موادو یو مرکز له منځه وړی دی.

د دغه وزارت د کومانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د مطبوعاتو د دفتر مسول ډګرمن عبدالقیوم نورستاني امریکا غږ آشنا ته وویل، چې په دغو عملیاتو کې یې د وسله‌والو طالبانو نږدې ۱۱ زره کیلوګرامه اپین کشف او له منځه وړي دي.

هغه وویل "په دغو عملیاتو کې د دښمن ۹ زره کیلوګرامه اپین، ۱۲۵۰ کیلوګرامه د اپینو پوډر، د پوډرو جوړولو یو ماشین، د پوډرو د پلاستیک د پریس کولو یو ماشین، ۱۵ بوجۍ د اپینو ګډ شوي مواد، جنراتور، تشتونه چې مواد په کې ګډ کیږي او شپیته خالي بیلرونه د پرسونل له خوا کشف شوي او همالته له منځه وړل شوي دي".

د ډګرمن نورستاني پر وینا، د حکومت وسله‌والو مخالفینو د مخدره موادو په دغه مرکز کې له اپینو څخه هیروئین جوړول، چې په بشپړ دول له منځه وړل شوی دی.

افغان چارواکي د مخدره موادو کاروبار د حکومت د وسله‌والو مخالفینو د تمویل مهمه سرچینه ګڼي او په دې وروستیو میاشتو کې یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د دغو سرچینو د وچولو لپاره له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه خپلو ځمکنیو او هوايي عملیاتو ته پراختیا ورکړې ده.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي، چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د تولید نږدې ۴۰ کارخانې له منځه وړل شوي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت د شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه نیولې تر ۵۰۰ پورې د مخدره موادو د تولید او پروسس لوی او کوچني لابراتوارونه موجود دي.

ډګرمن نوروستاني زیاته کړه، چې افغان او بهرني ځواکونه به د پلان په مطابق د دغو لابراتوارونو او د مخدره موادو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره، په راتلونکي کې هم عملیات ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG