د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې افغان ځواکونو د طالبانو د مخدراتو ستر زیرمه‌تون نیولی


په دغه زیرمه‌تون کې د ۱۲.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د طالبانو مخدره مواد او د هیروئینو د تولید تجهیزات شامل دي.
په دغه زیرمه‌تون کې د ۱۲.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د طالبانو مخدره مواد او د هیروئینو د تولید تجهیزات شامل دي.

افغان کومانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د مخدره موادو پر یو مرکز برید کړی او دغې ډلې ته یې د څه باندې دولس نیم میلیون ډالرو زیان اړولی دی.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په یو بیان کې ویلي، دغه عملیات چې د اپریل په ۱۱ او ۱۲ د هلمند په یوې ولسوالۍ کې ترسره شوي، په کې پنځه وسله‌وال طالبان هم نیول شوي دي.

ناټو ویلي، چې افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې د ۱۲.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د وسله‌والو طالبانو "د اومه اپینو ۱۲۰ بیرله، د خالصو هیروئینو ۴ بیرله، د مورفین جوړولو د پوډرو ۱۵۰ بوجۍ، د نصواري رنګه هیروئینو ۲۵ کڅوړې، د هیروئینو د پروسس د موادو ۲۵ بوجۍ او د مخدراتو د پروسس تجهیزات" نیولي دي.

په دغه بیان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نکولسن ویلي "دا بریا پر طالبانو د پوځي فشار د زیاتوالي ښکارندويي کوي، هغوی بریالي کیدلی نه شي".

د ناټو قوماندان زیاته کړې، د افغان کومانډو ځواکونو دغه عملیات، چې په تیر یو کال کې یې ساری لیدل شوی نه دی، د افغان کومانډویانو د مخ په زیاتیدونکو وړتیاوو ښکارندویي کوي.

تیره اونۍ هم د افغانستان کومانډو ځواکونو د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو د مخدره موادو یو مرکز ونیو.

د دفاع وزارت د چارواکو پر وینا، په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو نږدې ۱۱ زره کیلوګرامه اپین کشف او له منځه وړل شوي دي.

افغان چارواکي د مخدره موادو کاروبار د حکومت د وسله‌والو مخالفینو د تمویل مهمه سرچینه ګڼي او په دې وروستیو میاشتو کې یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د دغو سرچینو د وچولو لپاره له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه خپلو ځمکنیو او هوايي عملیاتو ته پراختیا ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG