د لاس رسي وړ اتصالات

د مخابراتو وزیر د ولسي جرګې باور بیرته ترلاسه کړ


دا د اوسنۍ کابینې دویم غړی دی چې د ولسي جرګې لخوا استیضاح کیږي.
دا د اوسنۍ کابینې دویم غړی دی چې د ولسي جرګې لخوا استیضاح کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په استجوابیه غونډه کې، چې وروسته بیا د وکیلانو لخوا استیضاح شو د اکثرو وکیلانو قناعت ترلاسه او د وزیر په توګه بیرته ورته د کار د دوام رایه ورکړل شوه.

ولسي جرګې د دوشنبې ورځ عمومي غونډې ته د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي استجواب کړی وو څو په دغه وزارت کې د شفافیت نشتوالي په اړه د وکیلانو اندیښنو او پوښتنو ته ځواب ورکړي.

په نننۍ غونډه کې یو شمیر وکیلانو ادعا کوله، چې په مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت کې پراخ فساد شتون لري.

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په وزارت کې د شوي فساد په تړاو کره اسناد ورسره دي، چې ولسمشر ته به یې وړاندې کړي.

عبدالرزاق وحیدي د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې له اوږدې وینا وروسته د ولسي جرګې د غړو قناعت تر لاسه نه کړ چې وروسته بیا دغې جرګې نوموړی استیضاح کړ.

ولسي جرګې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر ته د رایې ورکولو صندوق کېښود، چې په ترڅ کې يې عبدالرزاق وحیدي بیرته د وکیلانو د باور وړ وګرځید.

دا د اوسنۍ کابینې دویم غړی دی چې د ولسي جرګې لخوا استیضاح کیږي. شاوخوا دوه میاشتې مخکې دغې جرګې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي هم استیضاح کړی وو، چې هغه هم د وکیلانو د باور په تر لاسه کولو بریالی شوی وو.

XS
SM
MD
LG