د لاس رسي وړ اتصالات

افغان محصلینو ته د ملټیپل ویزو غوښتنه شوې


Hakim Atarud
Hakim Atarud
په باندنیو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه سیاسي کار کوي خو د قونسلي چارو نمایندګۍ بهر میشتو افغانانو او د کوربه هیواد وگړو ته سفارتي خدمات وړاندې کوي.


په واشنگټن ډي سي کې د افغانستان قونسل عبدالحکیم عطارد وایي چې د عوایدو له مخې په متحده ایالاتو کې د افغانستان نمایندګۍ ډیر فعالیت لري. "د عوایدو له نظره په هغو نمایندګیو کې راځي چې ډیر اوچت عواید لري او ددې عوایدو ډیری برخه د ویزو له صدوره ترلاسه کیږي.،،

د ډیر فعالیت د لاملونو په اړه ښاغلی عطارد زیاتوي چې په واشنګټن، نیویارک او لاس انجلس کې د افغانستان نمایندګۍ د متحده ایالاتو اتباعو ته د ویزو د صدور تر څنګ د لاتینې امریکا اتباعو ته هم سفارتي خدمات وړاندې کوي. خو د ویزو د معاد موضوع د دوه اړخیزو توافقاتو پر بنسټ ټاکل کیږي. " د امریکا د متحده ایالاتو دعادي پاسپورت درلودونکو ته ویزې د مقابل لوري د رویې په اساس ورکول کیږي او د ډیپلوماتیکو او رسمي پاسپورتونو درلودونکو ته د شپږو میاشتو نه نیولي تر یو کاله ویزه ورکوو چې څومره ضرورت وي."

Afghan consulate DC
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00
په بعضې مواردو کې د مرکز د هدایاتو په اساس هغو سرمایه دارانو ته د کثیرالمسافرت ویزې هم ورکول کیږي چې په افغانستان کې سرمایه ګزاري کوي. په قونسلۍ کې مو د کریم په نوم یو امریکایي ولید چي د متحده ایالاتو د حکومت د یوې پروژې مامور دی او په افغانستان کې فعالیت لري. دی د قونسلۍ له چارو خوښي څرګندوي خو زیاتوي چي اکثریت مامورین افغانستان ته د کثیرالمسافرت ویزې خوښوي. " خلک د اوږدې مودې ویزې خوښوي چي څومره یي معاد ډیر وي او کثیرالمسافرت وي هغومره خوشاله وي چې بیا بیا د ویزو له درخواست ورکولو ازاد وي، خو سفارتونه د امنیت او یا نورو دلایلو له امله لنډ مهاله ویزې ورکوي."

په همدې ډول یو شمیر افغانان هم امریکا ته د کثیرالمسافرت ویزو غوښتنه کوي. افغان محصلین چي هر ځلې هیواد ته ولاړ سي باید د بیرته راتګ ویزې واخلي. د افغانستان قونسل حکیم عطارد وایي د باندنیو چارو وزارت دغه موضوع تعقیب کړې ده. "څه موده کیږي چې د سفارت مقام رسماً د متحده ایالاتو د باندنیو چارو او د داخلي امنیت وزارتونو او نورو اړوندو ادارو سره دغه موضوع مطرح کړې ده، یاداشت سپارل شوی دی او زه امیدوار یم چې ډیر ژر به ګران افغان محصلین د ملتیپل یا کثیرالمسافرت ویزو د ورکړې خوشخبري واوري."

د امریکا غږ یوه اوریدونکې په یو بل بهرني هیواد کې د افغانستان په نمایندګي کې په پښتو ژبه د خدماتو د نه وړاندې کیدو ګیله کړې وه خو په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د خدماتو نماینده وایي چې دوي ته دواړه ژبې یو ډول مهمې دي. "تر هغه ځایه چی زموږ دواړه ژبې پښتو او دري ملی ژبي دي، سفارت او قونسلي هم ددې ملحوظ په نظر کي نیولو سره د دواړو ژبو په مساویانه توگه باندې انډول مراعت کړی او زموږ خدمات عموماً د دري ژبو او پښتو ژبو مراجعینو لپاره یو ډول دي."

په افغانستان کې د ډیجیتال پاسپورتونو توزیع هم یو مهم پرمختګ بلل کیږي خو د قونسلۍ چارواکي وایي چي د باندینو چارو وزارت غواړي چي په بهر کي ټولې نمایندګی په یو وخت ددې پاسپورت صدور پیل کړي. تخنیکي مواد رسیدلي دي او ډیر ژر به یي عملي کړې.
XS
SM
MD
LG