د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت د فساد په له منځه وړو کې پاتې راغلی


د اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې اداره وايي، چې د ملي یووالي حکومت په تیر یو نیم کال کې د فساد سره په مبارزه کې عملي څه ندي کړي او طرحې او پلانونه یې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې شوي دي.

د ارزونکې کمیټې غړي محمد یاسین عثماني او د (سمارټ سیټي) د ښارګوټي د پلټنې د پلاوي بل غړي غلام حسین فخري یو ځای په کابل کې د ( یکشنبې فبرورۍ ۱۴ ) ورځ کې خبریالانو ته وویل چې د هوشمند د ښارګوټي قرارداد او د کابل بانک په قضیه کې د تورن خلیل الله فیروزي له زندان نه خوشې کول ټول غیري قانوني وو او شوي ټول اجراءت د قانون او محکمې د پرېکړو پر خلاف شوي دي.

سږ کال د عقرب په میاشت کې په ناڅاپي ډول خلیل الله فیروزي له زندان خوشې شو او د ښار جوړولو له وزیر سره یې د هوشمند په نوم د ښارګوټي د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ، دغې مسئلې په رسنیو کې سخت انعکاسات رامنځته کړل او ان دا چې جمهور رئیس اشرف غني د همدې قضیې په سر خپل حقوقي سلاکار له دندې هم ګوښه کړ.

د اداري فساد په وړاندې د څار او ارزونې اداره پدې باور ده چې اداري فساد د أفغانستان د هیواد جوړنې او پرمختیایي پروګرامونو لپاره یو جدي خطر دی او فساد معمولأ د کمزورې حکومتوالۍ له امله رامنځ ته کیږي.

جمهور رئیس غني تیرکال په ملي کچه وویل چې د اداري فساد په وړاندې ملي جهاد پیلوي. پدې هڅو کې یي لمړی د کابل بانک اړوند هغه زړه دوسیه بیا وسپړله چې ګڼ شمیر سوداګر، پخواني او برحال چارواکي پکې ښکیل ګڼل کیدل.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG