د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرېکټ کې یو بل نړیوال امتیاز هم ترلاسه کړ


د کرېکټ نړیوالې شورا دا پرېکړه داسې مهال کوي چې افغانستان به په څو اونیو کې په لومړي ځل د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې ګډون وکړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا دا پرېکړه داسې مهال کوي چې افغانستان به په څو اونیو کې په لومړي ځل د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان او ایرلینډ ته د کال ٢٠١٩ په نړیوال جام کې د گډون دپاره د اولې درجې د لوبډلو سره د سیالیو د ترسره کولو یو بل فرصت هم وربرابر کړ.

دا وخت د کرېکټ لس ټیمونو د کرېکټ د شورا د اولې درجې حیثیت او دایمي غړیتوب لري، چې په دې کې په ترتیب سره اسټرالیا، هند، سویلي افریقا، سرېلنکا، انگلستان، نیوزلینډ، پاکستان، ویسټ انډیز، بنگله دیش او زمبابوۍ شامل دي.

دا مهال افغانستان په نړیوالې درجه بندۍ کې په ۱۱م او ایرلینډ په ۱۲ مقام دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د پرېکړې په اساس د ٢٠١٩ په نړیوال جام کې کې به یوازې لس ټیمونه برخه اخلي،خو دا لس ټیمونه به مخامخ دې سیالیو کې گډون نه کوي، بلکې هغه اته ټیمونه به پکې برخه اخلي چې د کال ٢٠١٧ سپتمبر تر ۳۰ نېټې د کرېکټ په سیالیو کې ښه وځلیږي په د سر په اتو لوبډلو کې راشي.

د کرېکټ نړیوال شورا د غوره لوبې له کبله افغانستان او ایرلینډ ته دا امتیاز ورکړی چې د غوراوي په سیالیو کې له نورو لوبډلو لکله نیپال، سکاټلینډ، هانگ کانگ او عربي اماراتو سره له سیالیو پرته، د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته د رسېدو یو معتبر فرصت ولري.

د کرېکټ د نړیوالې شورا اجرایي ریس ډیوډ رچړډسن په دوبۍ کې د شوې غونډې نه پس وویل چې دواړه افغانستان او ایرلینډ د میدان دننه او بهر خپله وړتیا او ظرفیت ښودلی دی، نو دې دپاره چې د کرېکټ په ډگر کې نوره مثبته سیالي ولیدل شي افغانستان او ایرلینډ ته له سترو لوبډلو سره د برابرۍ یو فرصت ورکړل شو.

د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام مزل

د کرېکټ د نړیوالې شورا د شوې پریکړې په اساس چې څه وخت په کال ٢٠١٧ سپتمبر کې د کرېکټ د یو ورځنیو نړیوالو لوبوپه اساس د سر۱۲ ټیمونه معلوم شي، نو هغې کې به لومړنۍ اته لوبډلې مخامخ د ٢٠١٩ جام کې ځای ومومي .

د کرېکټ نړیوالې شورا دغه امتیاز یوازې افغانستان او ایرلینډ ته ورکړ.
د کرېکټ نړیوالې شورا دغه امتیاز یوازې افغانستان او ایرلینډ ته ورکړ.

که افغانستان د زمبابوۍ، بنگله دیش، ویسټ انډیز نه هم ښه وځلېده او اتم مقام ېې وگټه نو په دې مانا چې په نړیوال جام کې یې خپل ځای خوندي کړ.

خو که افغانستان دغه فرصت ترلاسه نه کړو نهم، لسم، ۱۱ یا هم ۱۲ مقام ته ښکته شو، بیا به ٢٠١٨ کې د باقي پاتې څلورو لوبډلو ترمنځ سیالۍ کیږي او په دې کې به د سر دوه ټیمونه له هغو نورو اتو لوبډلو سره یوځای نړیوال جام کې د لوبېدو امتیاز ترلاسه کړي.

د شوې پرېکړې ګټې

د کرېکټ د نړیوالې شورا نوې پرېکړه د افغانستان دپاره معنوي او مالي دواړه گټې لري، معنوي گټه ېې دا ده چې افغانستان اوس د کرېکټ د غوره ټیمونو په لست کې شامل شو.

اوله درجه یا دایمي غړیتوب اخیستو ته ېې مزل نور هم لنډ او اسانه شو، د نورو سترو ټیمونو سره د سیالیو دپاره ورته لاره خلاصه شوه او کور د ننه یې د کرېکټ ودې او پرمختګ ته لا ښه چانس برابر شو.

همداراز دغو سیالیو دپاره د ملي ټیم د چمتوالي، د سیالیو د تنظیم او د ادارې د ودې دپاره به ورته د نورو همزولو ټیمونو په پرتله زیات امکانات برابریږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي ریس ښاغلي نسیم دانش د کرېکټ د نړیوالې شورا په دې پریکړه خوښي ښودلې او ویلي چې دا پرېکړه د افغانستان په کرېکټ ملي ټیم او د دغه هېواد پر کرېټ بورډ د نړیوالو د باور یو ثبوت دی.

هغه وویل چې دوی دغه فیصله نه یوازې یو ویاړ گڼي، بلکې یو ستر مسولیت په توگه ېې هم اخلي.

نسیم دانش وویل چې دوی د کرېکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړیتوب اخیستو دپاره چې د کوم پلان سره کار پیل کړیدی،د کرېکټ نړیوالې شورا دغې پریکړې ورته کار نور هم اسانه کړ.

د کرېکټ نړیواله شورا داسې مهال دا اعلان کوي چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته څو اونۍ پاتې دي او افغانستان په کې په لومړي ځل برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG