د لاس رسي وړ اتصالات

کریکټ: افغانستان له اسټرالیا سره لوبه کوي


د افغانستان او اسټرالیا لوبه د چهارشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماسپښین په شاوخوا یوې بجې پیلیږي.
د افغانستان او اسټرالیا لوبه د چهارشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماسپښین په شاوخوا یوې بجې پیلیږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اسټرالیا له پياوړې لوبډلې سره لوبه کوي. لوبه د اسټرالیا په پرت لوبغالي کې ده چې د اسټرالیايي لوبغاړو خپل کور دی.

دغه لوبه د چهارشنبې په ورځ د کابل پر وخت د سهار شاوخوا ١١ بجې پیلیږي.

اسټرالیا څلور وارې نړیوال جام ګټلی دی او افغانستان په لومړي ځل په نړیوال جام کې لوبیږي.

معمولآ، د اسټرالیا د کرېکټ د لوبې ډګرونو کې تېز توپ اچوونکي ښه ځلیږي او اسټرالیا هم ښه پریمانه دا ډول توپ اچوونکي لري.

د پرت په لوبغالي کې توپ بونس کیږي، چې معمولا افغان منډه جوړوونکي له دا ډول باولینګ سره ستونزه لري.

اسټرالیا او افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې په متحدو عربي اماراتو کې سره مخامخ شوي وو، چې هغه لوبه اسټرالیا وګټله، خو په نړیواله کچه د افغانانو لوبه ستایل شوې وه.

د چهارشنبې لوبه

اسټرالیا په خپل کور کې د خپلو لسګونو زرو نندارچیانو له ملاتړ برخمنله افغانستان سره د لوبې میدان ته راوځي.

اسټرالیا د نړیوال جام له پیلېدو وړاندې، د دغه جام د ګټلو یوه قوي مدعي لوبډله بلل کېده او لا هم بلل کیږي. د دوی پیاوړي منډه جوړوونکي او پیاوړي توپ اچوونکي د نړۍ هرې لوبډلې ته سرخوږی جوړولی شي.

افغانستان چې تر ډېره په منډو جوړولو کې ستونزې لري، ښايي د اسټرالیا د پیاوړو توپ اچوونکو په وړاندې درېدل به یې یوه بله لویه ازموینه وي.

افغان ویکټ ساتوونکی افسر ځاځی هیله مند دی چې لوبډله به له اسټرالیا سره ښه لوبه وکړي "استرالیا د نړیوال جامکوربه دی.ښه ټیم دی او ښه تیزبالران او توپ وهوونکي لري. زموږ قوت هم په توپ اچوونې کې دی. موږ ښه بالران لرو او زموږ توپ وهونکي به په دغه لوبغالي کې له لوبې خوند واخلي،خپله پوره هڅه به وکړو چې ښه لوبه وکړو."

خو له اسټرالیا سره د افغانستان لوبه داسې ده لکه چې په فوټبال کې ایران یا هند له جرمني، برازیل او یا هم ارجنټاین سره لوبه وکړي، هغوی چې په فوټبال پوهیږي ښايي په دغې پرتلې سره د افغانستان او د اسټرالیا لوبډلو ترمنځ توپیر څه ناڅه ورته جوت شوی وي.

خو، دا باید له یاده ونباسو، چې افغان توپ اچوونکي تر دې دمه په نړیوال جام کې تر ډېرو نورو پیاوړو لوبډلو ښه ځلېدلي دي او د نړۍ پیاوړي توپ وهوونکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

لومړی باولینګ که بېټېنګ

د اسټرالیا تیزو لوبغالو، پیچونو او د افغانستان پیاوړو توپ اچوونکو ته په کتو، د افغان کرېکټ یو شمېر مینوال په دې باور دي چې که افغانستان پچه وګټله لومړی دې توپ اچوونه وکړي، ځکه که له افغان توپ اچوونکو سره بخت یاري وکړي او د اسټرالیا د سر څو پیاوړي منډه جوړوونکي ژر ژر وسوځوي، ښايي هومره لوړ هدف ونه ټاکل شي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني روزوونکي ریس احمدزي امریکا غږ اشنا ته وویل " که افغانستان پچه وګټله، باولینګ دې وکړي."

که افغانستان له اسټرالیا څخه دغه لوبه وګټي، دا به په کرېکټ کې یو نه هېرېدوونکی تاریخ جوړ شي، خو که یې لوبه ښه وکړه او ویې بایلله بیا به هم افغانان وستایل شي.

د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبې

اسټرالیا په روان نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبله له خپل دودیز سیال انګلېنډ نه په ۱۱۱ منډو وګټله، دویمه لوبه یې د باران له کبله له بنګلدېش سره مساوي اعلان شوه او په درېیمې لوبې کې یې له نیوزلېنډ نه ماتې وخوړه.

افغانستان بیا د نړیوال جام په دریو لوبو کې دوه بایللې او یوه یې ګټلې ده، خو تر دې دمه یې لوبه ښه ستایل شوې ده.

دغه دواړه لوبډلې په الف ګروپ کې دي، اسټرالیا د دریو نمرو په لرلو سره په جدول کې څلورم او افغانستان د دوو نمرو په لرلو سره په جدول کې پنځم دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG