د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغانستان د اسیا د اولمپیک په سیالیو کې دویم شو


سریلنکا پچه وګټله او په ۱۹ اورونو کې افغانستان ته یې د ۱۳۴ رنزونو هدف ورکړ، خو افغانستان ترلاسه نه کړ.
سریلنکا پچه وګټله او په ۱۹ اورونو کې افغانستان ته یې د ۱۳۴ رنزونو هدف ورکړ، خو افغانستان ترلاسه نه کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې په جنوبي کوریا کې د آسیا د اولمپيک په سیالیو کې له سریلانکا ماتې وخوړه او په دې ترتیب یې دویم مقام او د سپینو زرو مډال وګاټه.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان لومړنی او وروستنی لوړ مډال دی چې یې ګټي، تر ده وړاندې یو بل افغان تکواندوکار هم د ژېړو مډال ګټلی و.

سریلنکا پچه وګټله او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله چې په ۱۹ اورونو کې ټول لوبغاړي وسوځېدل او افغانستان ته یې د ۱۳۴ رنزونو هدف ورکړ.

په افغان توپ اچوونکو کې کپټان محمد نبي عیسی خیل څلور سریلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د جنوبي کوریا وچ، کلک او تر یو ځایه په نړیوالو معیارونو نابرابر میدان او پچ ته په کتو د ورکړل شوي هدف ترلاسه کول ستونزمن برېښېدل چې هماغسې هم وشول.

ټول افغان لوبغاړي په اتلسم اور کې وسوځېدل او یوازې یې ۶۵ منډې جوړې کړې، افغانستان په دغو سیالیو کې نیپال او هانګ ته ماتې ورکړې.

افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې هم په اولمپیکي سیالیو کې په پایلوبه کې له بنګلدیش نه ماتې خوړلې وه او دویم شوی و.

د افغان کرېکټ لوبډلې لاس ته راوړنې

د افغانستان ملي لوبډله استرالیا او نیوزلینډ ته تللې چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته تمریناتي لوبې وکړي، خو د اولمپیک اسیايي لوبو ته یې یو بیل او جلا ټیم استولی و.

که څه هم په دغې لوبډلې کې ځیني تجربه لروونکي لوبغاړي هم و، خو تر ډېره نویو ځوانانو ته ځای ورکړل شوی و.

په دغو ځوانانو کې د کیڼ لاسي تیز توپ اچوونکي فرید ملک نوم هم راځي چې د افغانستان له لوري به یې لوبه پیلووله.

په افغان لوبډله کې تر ډېره نوي ځوانان و، چې د افغانستان د کرېکټ د ښې راتلونکې زیری ورکوي.
په افغان لوبډله کې تر ډېره نوي ځوانان و، چې د افغانستان د کرېکټ د ښې راتلونکې زیری ورکوي.

ده د نیپال په خلاف ډېره ښه لوبه وکړه، څلور لوبغاړي یې وسوځول او افغانستان ته یې بایللې لوبه وګټله.

که د فرید ملک عمر او تجربې ته وکتل شي ویل شو چې ده تر خپل عمر او تجربې ډېره ښه لوبه وکړه، د ده ښه والی دا دی چې په چپ لاس توپ اچوي، څو ډوله توپ اچوونه کولی شي او د توپ اچوونې سرعت یې هم زیات دی .

بل لوبغاړی چې یوازې په دوو وروستیو لوبو کې ولوبول شو، نسیم بړیڅ و. دی هم کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی، خو تیز نه ور توپ اچوونکی، د ده ښه والی دا دی چې د باولینک تر څنګ، بیټینګ هم کولی شي .

که موږ له اولمپیکي سیالیو څخه یوازې همدغو دوو لوبغاړو ته په ملي لوبډلې کې د لوبې کولو چانس ورکړو او د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام لپاره یې وروزو، ښايي دا له اولمپیکي سیالیو څخه د افغان کرېکټ یوه لویه لاس ته راوړنه وبلل شي.

نور ځوان لوبغاړي هم شته چې د افغان کرېکټ د ښې راتلونکي زیری ورکوي.

افغانستان د اولمپیک په سیالیو کې

له افغانستان څخه د بېلا بېلو لوبو شاوخوا ۸۰ لوبغاړي جنوبي کوریا ته تللي و چې د اسیا د اولمپیک په سیالیو کې برخه واخلي.

خو په دومره ډېر شمېر لوبغاړو کې یوازې افغانستان په کرېکټ کې د سپینو زرو مډال وګاټه چې دا د افغانانو د ۲۰۱۰ کال اولمپیک سیالیو تر ټولو لوړ مډال و.

افغانستان په تکواندو کې هم د ژېړو مډال وګاټه. احمد نعمان عباسي په ۶۷ کیلوکرام وزن سیالیو کې قرغز، یمني او هندي لوبغاړي مات کړل.

د افغانستان د فوټبال، باسیکل ځغلوونې، ځغاستې او نورو لوبو لوبغاړي یوازې دا نه چې مډالونه یې و نه ګټل، بلکې سترې ماتې یې وخوړلې.

د فوټبال لوبډله چې ډېره طمع ترې کېده خپلې ټولې درې واړه لوبې وبایللې .

له دغو لویو ماتو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم ملي لوبډله ړنګه کړه.

فدراسیون هیله لري چې ملي لوبډلې ته نوي لوبغاړي پېدا کړي، د پخوانیو لوبغاړو یوه ستونزه دا بلل کېده چې له هېواده د باندې اوسېدل او د سیالیو او تمریناتي لوبو لپاره په وخت نه رسېدل، ډېر کله په لوبډله کې د کډوډۍ او لوبغاړو ترمنځ د ښې همغږۍ د نه لرلو لامل کېده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG