د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو استخبارات نوروز او شاپور ته ویزې نه ورکوي


Hillary Clinton rejoint Barack Obama sur le podium à la convention démocrate, à Philadelphie, le 27 juillet 2016.<br />
&nbsp;
Hillary Clinton rejoint Barack Obama sur le podium à la convention démocrate, à Philadelphie, le 27 juillet 2016.<br /> &nbsp;

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي د متحدو عربي اماراتو ملي امنیت پرېکړه کړې چې نوروز منګل او شاپور ځدراڼ ته به ویزې نه ورکوي.

د کرېکټ بورډ اجرايي رئیس شفیق الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل" د متحدو عربو اماراتو د کډوالو د چارو ریس، د لوبډلې مدیر بشیر ستانکزي ته ویلي چې ملي امنیت نوروز منګل او شاپور ځدراڼ ته د ویزو د نه ورکولو پرېکړه کړېده. "

ښاغلي ستانکزي وویل چې متحدو عربو اماراتو په رسمي ډول د خپلې دغې پرېکړې علت ندی ښودلی، خو په تېر وخت کې هم دغه دواړه لوبغاړي د اماراتو د ویزو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ شوي وو.

ښاغلي ستانکزي وویل " له تېرو دوو کلونو راهیسې موږ د نوروز منګل او شاپور ځدراڼ لپاره د متحدو عربي اماراتو د ویزو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ یو، خو دا وارې ستونزه بیخي لویه شوې ده او خبر تر استخباراتو ورسیده خو علت یې ندی معلوم. "

نوروز منګل او شاپور ځدراڼ د افغان کرېکټ لوبډلې دوه پخواني او تجربه لروونکي لوبغاړي بلل کیږي.

دوی اوس په افغانستان کې دي او د ویزو د نه ترلاسه کولو له کبله په متحدو عربي اماراتو کې له ایرلنډ او سکاټلنډ سره له څلورو نړیوالو لوبو پاتې شول.

ښاغلي ستانکزي وویل چې دوی دغه ستونزه د افغانستان د جمهوري ریاست تر دفتره هم رسولې ده، خو تراوسه یې د حل کېدو، کوم څرک نه لګي.

اوس به دغه دواړه ښاغلي مخامخ اسټرالیا ته ځي چې په نړیوال جام کې د افغانستان استازیتوب وکړي، ښاغلي ستانکزي په دې اړه څه و نه ویل چې نوروز منګل او شاپور ځدراڼ استرالیا ته پر لار د متحدو عربي اماراتو په کوم هوايي ډګر کې د د لږ وخت لپاره د تم کیدو اجازه لري او که نه؟

دا لومړی ځل دی چې کوم افغان لوبغاړی له دا ډول ستونزې سره مخامخ کیږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړو په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د نړۍ د پنځو لویو وچو بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي، خو متحدو عربي اماراتو ته یې تګ راتګ ځکه زیات دی چې هلته یو نړیوال لوبغالی د افغانستان لپاره ځانګړی شویدی او که بل هر هیواد د افغانستان سره لوبه لري، نو اماراتو ته په آسانۍ سره تلی راتلی شي.

په همدې حال کې نن افغان ملي لوبډله د سکاټلند لوبډلې سره خپله دویمه لوبه کوي. افغانستان خپل لومړۍ لوبه د سکاټلند نه ګټلې او په آیرلنډ یې بایللې ده. سکاټلند بیا دواړه لوبې بایللي خو پدې سیالیو کې بیا آیرلنډ خپلې دواړه لوبې ګټلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG