د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ بورډ د درې چارواکو دندې وځنډول شوې


د افغانستان کرکټ بورډ د دغه بورډ د سرپرست اجرائیه رئیس اسدالله خان، د غوراوي کمېټې د مخکني مشر دولت خان احمدزي او د ملي لوبډلې د مدیر نوید ساحل دندې وځنډولې.

د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي که څه هم نن شنبه د «چنګاښ پر ۱۵مه»د یادې پرېکړې لامل په ډاګه نه کړ، خو زیاته یې کړه چې یاده پرېکړې تر یو لړ بحثونو وروسته نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د کرکټ بورډ د غړو یوه درې کسیزه ځانګړې کمېټه چې ضیاالوحق امرخېل، عاطف مشعل او فریدون الهام پکې شامل دي د دوی په اړه به څېړنې کوي.

فضلي وویل، چې دغه کمېټه به وروسته خپلې څېړنې د کرکټ بورډ له کمېټې سره شریکوي که چیري یاد کسان ګرم وبلل شي له دندې څخه به لیري کېږي او که کوم تور پرې ثابت نشو بېرته به خپلو دندو ته دوام ورکوي.

هغه وویل:"که چیري په دغو څېړنو کې کوم شی نه و، دوی به بېرته خپلو مسؤلیتونو ته دوام ورکوي،خو که کوم شي پيښ شوی و دوی له خپلو دندو څخه لیري کېږي."

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس همدارنګه وویل، چې د نړیوال جام تر پای ته رسېدو وروسته به د جولای تر ۱۴مې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس هم وټاکل شي.

په داسې حال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې خپلې ۹ واړې لوبې وبایللې، ښاغلي فضلي وویل، چې په دغو لوبو کې به د لوبډلمشر ګلبدین نائب د مدیریت او رول په اړه هم غور وشي چې د یوې اونۍ په موده کې به یې د برخلیک په اړه پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG