د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کریکټ نوي رزونکي ګماري


افغان لوبغاړی د تمرین پر مهال
افغان لوبغاړی د تمرین پر مهال
د افغانستان کریکټ بورډ وايي د ځوانو افغان لوبغاړو د لا ښې روزنې او وړتیا لوړولو لپاره یې نوی استرالیايي روزونکی پېټر انډرسن ګمارلی دی، او ملي لوبډلې ته به هم یو بل روزنکی وګماري.

په پام کې ده چې پیټر انډرسن به د ۲۰۱۴ کال د اپریل په پنځلسمه کابل ته راشي او د کریکټ په ملي اګاډمۍ کې خپله دنده پیل کړي .

afghan cricket
afghan cricket

د ښاغلي پېټرسن دنده به تر ډېره د کریکټ په ډګر کې د نویو راټوکېدلو او ټوکېدونکو افغان لوبغاړو روزل او د وخت په تېرېدو سره یې ملي لوبډلې ته ورپېژندل وي.

د افغانستان د کریکټ ملي اکاډمۍ تازه جوړه شوې چې د ورځې لسګونه ځوانان په کې کریکټ زده کوي .


پېټر انډرسن د ځوانو لوبغاړو ترڅنګ ښايي ډېر کم وخت له ملي لوبغاړو سره هم خپلې تجربې او لارښوونې شریکې کړي، چې دا یې په رسمي بڼه په دنده کې هم نه راځي.
افغان کریکټ بورډ وايي له ښاغلي پېټرسن سره یې له شاوخوا دریو میاشتو راهېسې پرلپسې اړیکې نیولې چې په پایله کې یې وهڅوه چې له افغان کریکټ بورډ سره کار وکړي او کابل ته راشي .

د نویو روزونکو د ګمارنې له اړخه د کریکټ بورډ په وړاندې یوه لویه ننګونه دا بلل کیږي چې بهرني روزنکي د امنیتي ستونزو له کبله کابل ته د تګ او کار لپاره زړه نه ښه کوي .

پېټر انډرسن څوک دی؟
پېټر انډرسن د اسټرلیا استوګن دی چې په کریکټ مسلکي زده کړې لري .
ده د اسټرالیا د دوو مهمو کلپونو کوینزلینډ او جنوبي اسټرالیا لپاره د ۶۰-۶۵ ترمنځ څلور ورځنۍ رسمي لوبي کړي دي .

په اسټرالیا غوندې هېواد کې چې کریکټ په کې یوه لویه لوبه بلل کیږي او دغه هېواد په پرلپسې ډول درې وارې د نړۍ اتلولي خپله کړه، له شک پرته چې د ښاغلي انډرسن د کریکټ تجربې به دافغان ځوانانو لپاره نوې او په زړه پورې وې .
د افغانستان د کریکټ بورډ اجرایوي مشر نور محمد مراد امریکا غږ ته وویل:

« پېټر انډرسن ښه توپ وهونکی او توپ ساتونکی یا کیپر دی، دی د پاپیو نیو ګیني د ملي لوبډلو روزنکی هم پاتې شوی دی، د ده له برکته د دغه هېواد ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله نړیوال جام ته لاره وکړه، هیله مند یو چې، د ښاغلي انډرسن په راتګ سره زموږ په کریکټ کې هم پام وړ پرمختګ راشي .»

د ملي لوبډلې لپاره د بل نوي رزونګي ګمارنه:
ډاکټر نور محمد مراد وايي په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې ته د یو بل نوي روزونکي د ګمارنې خبر هم خپور کړي .
نوموړي وویل د افغانستان کریکټ ملي لوبډله اوس هغه حالت ته رسیدلې چې د نړۍ په کچه ښو روزونکو ته اړتیا لري . ښاغلي مراد وویل :

« موږ به راتلونکو څو ورځو کې اعلان وکړو چې ملي لوبډلې ته مو یو نوی روزنکی نیولی دی، اوس یې نوم نه اخلم خو هغه همدا اوس د نړۍ د یوې پیاوړې او غوره لوبډلې روزونکی دی، د کریکټ په نړۍ کې یو ستر نوم دی، دی د توب وهنې یا بیټینګ په برخه کې افغان ملي لوبغاړو ته روزنه ورکوي .»

ښاغلي مراد وویل د ملي لوبډلې نوی روزونکی به یوازې د سفرونو او نړیوالو لوبو پر مهال لوبغاړو ته روزونه ورکوي او د ښاغلي پېټرسن په څېر به په کابل کې مېشت نه وي .

نوموړي وویل چې دغه دوه نور روزونکي به له پخواني روزونکي کبیر خان سره یوځای د افغانستان کریکټ د ودې لپاره کار وکړي .
افغانستان چې په کریکټ کې یو نوی هیواد او نوې لوبډله ده، په وروستیو کلونو کې یې رادبره کېدل ډېرو ته حېرانونکي دي، افغان لوبډلې همدا څو ورځې د مخه بنګلدیش لوبډلې په ماتې ورکولو ډېر ګوته په غاښ کړل .

افغانستان په لومړي ځل د ۲۰۱۵ کال د کریکټ یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو ته لار ومونده، د دې ترڅنګ یې په دریم پرلپسې ځل یې ۲۰ اویزو سیالیو ته هم لار موندلې ده .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG