د لاس رسي وړ اتصالات

پیټر اینډرسن: باید ځوانو افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شي


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي سیالیو دپاره سکاټلنډ او ایرلنډ ته روان شویدی. دغه ټیم به کال ٢٠١٦ کې هند کې کیدونکو سیالیو دپاره د غوراوي د سیالیو نه تیریږي. د ټیم مشري اصغر ستانکزی کوي.

خو په کابل کې افغانستان د کرکټ د ملي اکاډمۍ روزونکی پیټر اینډرسن د ټیم د ترکیب نه راضي نه دی او وايي چې دوي په کابل کې د دې سیالیو دپاره د ټیم د انتخاب په هدف یو لړ تمریني سیالۍ ترسره کړې وې او هغې کې یو شمیر لوبغاړي دوي د راتلونکو سیالیو دپاره په نښه کړي وو. خو د ده په وینا متاسفانه دغه لوبغاړي په ملي ټیم کې شامل نشو.

د اپریل دوه زره څوارلسم نه را په دیخوا د افغانستان د کرکټ د ملي اکاډمۍ د مشر روزونکي په توگه دنده ترسره کوي
د اپریل دوه زره څوارلسم نه را په دیخوا د افغانستان د کرکټ د ملي اکاډمۍ د مشر روزونکي په توگه دنده ترسره کوي

پټیر انډرسن د امریکا غږ آشنا راډیو سره په ټیلي فوني مرکه کې ویلي دي چې «زه شخصا د ټیم د انتخاب په عمل کې شامل نه یم، خو خپل شخصي نظر مې دا دی چې د کرکټ څلور ورځنۍ،یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ خپل ترکیب او نوعیت لري او هغه شان مهارت او صلاحیت غواړي. خو دا اوس چې کوم ټیم انتخاب شویدی،دې کې هغه لوبغاړي نه دي اخیستل شوي کوم چې موږ د اکاډمۍ په روزنیز کمپ کې غوره کړي وو، لکه حضرت ځاځی،نجیب ترکی او نور.

پیټر اینډرسن چې پخپله د اسټرالیا د کورني کرکټ پخوانۍ لوبغاړی و او دې نه وړاندې د پپای نوي گني هیواد د کرکټ ټیم روزونکی و، د ٢٠١۴ کا د اپریل نه را په دیخوا د افغانستان د کرکټ د ملي اکاډمۍ د مشر روزونکي په توگه دنده ترسره کوي.

پیټر اینډرسن وايي چې افغانستان باید د کرکټ د هر ډول سیالیو دپاره جلا جلا ټیمونه ولري او د لوبغاړو وړتیا ته په کتو سره د هغوي انتخاب و‍شي
پیټر اینډرسن وايي چې افغانستان باید د کرکټ د هر ډول سیالیو دپاره جلا جلا ټیمونه ولري او د لوبغاړو وړتیا ته په کتو سره د هغوي انتخاب و‍شي

ښاغلی پیټر اینډرسن وايي چې افغانستان باید د کرکټ د هر ډول سیالیو دپاره جلا جلا ټیمونه ولري او د لوبغاړو وړتیا ته په کتو سره د هغوي انتخاب و‍شي.

هغه وايي چې ځوان لوبغاړو ته باید په ټیم کې چانس ورکړل شي « افغانستان ډیر ښه ځوان لوبغاړي لري. د انرژۍ او ولولې نه ډک لوبغاړي. خو ترڅو چې دوي ته چانس ورنکړو نو د دوي وړتیا نه معلومیږي او نه ېې کمال څرگندیږي. نو زما په نظر افغانستان باید مهمو او ستر ملکونو سره سیالیو کې ځوان لوبغاړو ته موقع ورکړي، چې عملي تجربه ترلاسه کړي.

. په کابل کې زما ډیر قدر شویدی او زه د افغانستان د کرکټ راتلونکې ته ډیر خوشبینه یم
. په کابل کې زما ډیر قدر شویدی او زه د افغانستان د کرکټ راتلونکې ته ډیر خوشبینه یم

ښاغلی اینډرسن وايی چې د افغانستان د کرکټ د پخو او تجربه لرونکو لوبغاړو رول او خدمتونه هم د هیرولو نه دي، د افغانستان کرکټ چې نن په کوم مقام ولاړ دی، د دغو لوبغاړو رول پکې ډیر مهم دی. دی هیله لري چې کوم ټیم چې اوس راتلونکو سیالیو ته استول شوی، ښې لوبې وکړي او افغانستان بیا د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسوي.

هغه په کابل کې د یو کال نه د زیاتې مودې لپاره د پاتې کیدو او د افغانستان د خاطرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دی د کرکټ سره د افغانانو مینې ډیر حیران او خوشاله کړی دی. هغه وایي « په تیره د دوي میلمستیا هم د هیرولو نه ده. په کابل کې زما ډیر قدر شویدی او زه د افغانستان د کرکټ راتلونکې ته ډیر خوشبینه یم.»

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG