افغان کرکټ لوبغاړي نصیر خان معروفخېل یو نوی ریکارډ ټېنګ کړ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي نصیر خان معروف خېل په کرکټ کې نوی تاریخ جوړ کړ.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي نصیر خان معروف خېل په کرکټ کې نوی تاریخ جوړ کړ.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي نصیر خان معروف خېل په کرکټ کې یو نوی تاریخ جوړ کړ.

نصیر خان معروفخېل د «کرکټ په تاریخ کې دویم لوبغاړی شو چې په خپلې لومړۍ ټست لوبې کې هم سلیزه کوي او هم نهه ویکټې» اخلي.

نصیر خان دا تاریخ د سه شنبې په ورځ (نومبر۱۷) له زمبابوې سره په پنځه ورځنۍ لوبې کې جوړ کړ.

د کرکټ د مشهور ویبسیایټ (Cricinfo) د خبر له مخې، نصیر خان د نیوزلنډ تر لوبغاړي بروس ټایلر وروسته په نړۍ کې د کرکټ دویم لوبغاړی شو چې داسې لوبه کوي.

بروس ټایلر په ۱۹۶۵ کې د هند په مقابل کې په خپلې لومړۍ ټست لوبې کې هم سلیزه کړې وه او هم یې پنځه ویکټې اخیستې وې.

البته دی د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې داسې یوه کارنامه کوي.

نصیر خان معروفخېل د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې پخوانی کپتان او لوبغاړی دی.

ده د زمبابوې خلاف په خپلې لومړۍ پنځه ورځنۍ لوبې کې ۸۱ اوورونه وکړل، هر اوور شپږ توپونه دي.

نصیر خان په خپلې توپ وهنې کې ۲۴۲ توپوونه ولوبول، ۱۰۱ منډې یې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.

زمبابوې له افغانستان څخه د ټست دا لوبه وګټله.

​
XS
SM
MD
LG