د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د شپږیزې لیګ اوم پړاو سیالۍ نن پیلېږي


تیره شپه د شپږیږي اوم پړاو پرانیستل شو
تیره شپه د شپږیږي اوم پړاو پرانیستل شو

په افغانستان کې د کروناویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره د شاوخوا شپږ میاشتې بندیزونو وروسته د دغه هېواد کرکټ بورډ نن د یکشنبې په ورځ د سپټیمبر ۶ (وږي ۱۶) د کرکټ شپږیزې لیګ د اوم پړاو سیالیو د پیلېدو اعلان کړی دی.

په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې سپین‌غر پړانګان، کابل بازان، مس عینک اتلان، امو نهنګان، بند امیر ښاماران او بوست ساتونکي ګډون لري چې په کې د افغانستان د ملي لوبډلو په ګډون د الف او نورو کورنیو لوبډلو لسګونه لوبغاړي لوبیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي د دغه لیګ په لومړۍ لوبه کې به نن له غرمې وروسته د میس عینک اتلان د بند امیر ښامارانو په وړاندې د سیالیو ډګر ته ووځي.

د دوی په وینا د شپږیزې لیګ د ترسره کولو پر مهال د کروناویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان ټولې سپارښتنې په جدي ډول په پام کې نیول کېږي او محدود شمیر (۳۰سلنه) نندارچیانو ته به په لوبغالي کې د لوبو د لیدلو اجازه ورکړل شي.

شپږیزه د ۲۰ اورونو سوداګریزې کرکټ سیالۍ دي چې د افغانستان د کورني کرکټ یو معتبر لیګ بلل کیږي او د کرکټ له نړیوالې شورا سره رسمي ده.

دا لیګ هر کال یو ځل کیږي چې د افغانستان د کورني کرکټ د ودې، ملي لوبډلو ته د نویو استعدادونو د موندلو، او لوبغاړو ته د عوایدو د ترلاسه کولو په هدف ترسره کېږي.

په شپږیزه لیګ کې تر ډېره کورني شرکتونه او پانګوال د لوبډلو او لوبغاړو مالي ملاتړ کوي چې په تېرو لیګونو کې د پاکستان، سریلانکا، زمبابوې او ځینو نورو هېوادونو لوبغاړو هم اخیستل شوي و.

د دغه لیګ ټولې سیالۍ د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې کیږي او د افغانستان له ملي تلویزون څخه ژوندۍ خپرېږي.

XS
SM
MD
LG