د لاس رسي وړ اتصالات

کریکټ:افغانستان هالینډ ته ماتې ورکړه


afghan cricket
afghan cricket
افغانستان د کریکټ د نړیوال ۲۰ اوریزو جام په درشل کې، په بنګلدیش کې په خپلې لومړنۍ تمریني لوبه کې هالینډ ته سخته ماتې ورکړه .

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر محمد نبي عیسی خیل د پچې له ګټلو وروسته منډو جوړولو ته ملا وتړله .

د افغانستان پیل ډېر ښه نه و، محمد شهزاد محمدي په لومړي توپ کې وسوځېد، نوروزو منګل هم ډېر و نه پاید او یوازې یې اووه منډې جوړې کړې .

د افغان کریکټ مینوال
د افغان کریکټ مینوال


خو وروسته کریم صادق، شفیق الله شفق او محمد نبي عیسی خیل لوبه کابو کړه او افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ،هالینډ ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ .

نبي عیسی خیل ۴۰ کریم صادق او شفیق الله شفق ۳۹ منډې جوړې کړې .

د هوا د خرابوالي له کبله هالینډ ته اورونه او رنزونه دواړه کم شول، هالینډ باید په ۱۵ اورونو کې ۱۲۲ منډې کړې وای چې افغانستان ته یې ماتې ورکړې وای، خو افغان بالرانو ټول هالینډیان په ۱۲ اورونو کې په ۸۶ رنزونه کابو کړل .

د افغانستان له لوري افتاب علم تر ټولو ډېر هالینډي لوبغاړي وسوځول، ده په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او څلور مخالف لوبغاړي یې وسوځول ، په نورو افغان بالرانو کې بیا حمزه هوتګ درې، نبي عسی خیل او کریم صادق بیا یو یو هالینډي لوبغاړي وسوځول .

که څه هم دا د افغانستان لپاره یو ه تفریحي لوبه وه، خو له شک پرته چې د افغان لوبغاړو پر روان او مورال مثبت تاثیر لرلی شي .

په بلې ننۍ( ۱۲/۳/۲۰۱۴) تمریني لوبه کې بنګلدیش متحدو عربو اماراتو ته په څلورو لوبغاړو ماتې ورکړې، بنګلدیش په نړیوال ۲۰ اوریز جام کې له افغانستان سره په یو ګروپ کې دی، که افغانستان خپلې ټولې ګروپې لوبې وګټي، د نړیوال جام بل پړاوو ته لار مومي چې د نړۍ له نورو پیاوړو ټیمونو سره ښکر په ښکر شي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG