د لاس رسي وړ اتصالات

افغان بایسکل ځغلونکي پاکستان او شارجې کې لوبې کوي


د افغان بایسکل ځغلونکو یوه ډله
د افغان بایسکل ځغلونکو یوه ډله

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر صادق صادقي‌ وايي چې د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي لوبډله له کابل نه تر جلال آباد ښار پورې په بایسکلونو سفر کوي او تر اروزنې وروسته به د پاکستان د لاهور له ښار څخه تر ساهیوال سیمې پورې په یو سلو شل کیلو مټر واټن کې د هغه هیواد له اتو لوبډلو سره دوه افغان لوبډلې لوبې ترسره کړي.

صادقي وايي چې یوه اونۍ وروسته د افغانستان د بایسکلو ځغلونې ملي لوبډله د شارجې په لوبو کې هم ګډون کوي چې د نړۍ د دولسو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي.

ښاغلی صادقي وايي "زموږ هدف دا دی چې شپږ غوره لوبغاړي د شارجې لوبو ته وټاکو چې یوه اونۍ وروسته دي او لس لوبغاړي د پاکستان لوبو ته ټاکو ، له جلال آباد څخه وروسته موږ یوه دوستانه لوبه په پاکستان کې لرو".

لوبغاړي وايي چې له تیرو دوه میاشتو راهیسې د پاکستان او شارجې لوبو لپاره چمتوالی نیولی دی او تمه لري چې ډک لاس هیواد ته راستانه شي.

احسان الله یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د کندهار څخه ملي لوبډلې ته جذب شوی دی، احسان الله وايي ښه تمرینونه یې ترسره کړي دي او هیله لري چې په راروانو سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي.

احسان الله وايي "انشاالله ښه تمرینونه مو کړي او ځوانان هم چمتو دي پاکستان ته ځو کیدای شي یو ښه مقام ترلاسه کړو دا به زموږ د وطن او خلکو لپاره ډیره خوشحالي وي".

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې مشر فهیم هاشمي وايي چې افغان بایسکل ځغلونکو ته یې له خپلې وسې سره سم زمینه برابره کړې ده او لکه څنګه چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې وکولای شول د پاکستان د کرکټ الف لوبډلې ته ماتې ورکړي ،‌ دوی هم په خپلو سیالانو برلاسي شي.

ښاغلی هاشمي وايي "دا سیالۍ د کرکټ لوبې څخه جلا ده ، خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیالیو په سلسلې ترسره کیږي، هیله من یم چې دغه راز سیالۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي".

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون هیله څرګندوي چې په راتلونکې کې له پاکستان سره په افغانستان کې دننه دوستانه لوبې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG