د افغانستان د دفاع وزارت واېي د ترهگرو خلاف پوځي عملیات د یوې گډې قطعې لخوا د موثقو کشفي معلوماتو وروسته ترسره کیږي.
جنرال حبیب الرحمان فاضل د دفاع وزارت د مطبوعاتي ریاست مرستیال آشنا تلویزون ته وویل چې تر دې وروسته د ترهگرو خلاف عملیات په ډیر دقت ترسره کیږي او هڅه داده چې ملکي وگړي زیانمن نشي.