د افغانستان د دفاع وزارت وایي که پاکستاني قواوې د افغانستان پر خاوره خپلې راکټې حملې ونه دروي، نو افغانستان به ځوابي برید ته اړ شي.
د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، پاکستاني عسکرد څو ورځو راپدې خوا د کنړ د ولایت پر سرحدي ولسوالیو باندې راکټي بریدونه کوي چی تر اوسه پکې شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په قول افغان چارواکو د ډیپلوماتیکو هلو ځلو په لړ کې، د پاکستان نه په کلکه وغوښتل چې پر افغانستان باندې دې د حملو نه لاس واخلي.
جنرال عظیمي همدارنګه افغانستان ته د ایران د دفاع د وزیر د سفر په باب وویل چې هغه د افغانانو سره د تحصیلي بورسونو او نورو تخنیکي چارو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د سیمې د وزیرانو تر منځ د همغږﺉ غونډې وشي.