د لاس رسي وړ اتصالات

افغان دفاع وزیر: تر څلور میاشتو به امنیتي لېږد بشپړ شي


د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي (ارشیف)
د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي (ارشیف)

د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي وايي، چې تر څلورو میاشتو به له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت لېږد بشپړ شي او د افغانستان ټولې امنیتي چارې به افغان ځواکونه په لاس کې واخلي.

جنرال محمدي، چې نن یې د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي اکاډمۍ کې له دغې اکاډمۍ د افسرانو د فراغت غونډې ته خبرې کولې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه سږ کال له دوو ازموینو سره مخ ول.

هغه وویل ‪"‬ له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي لېږد څلور پړاونه بشپړ شوي. دم ګړۍ په پنځمه مرحله کې یو، څلور میاشتې وروسته به زمونږ ټولې دفاعي او امنیتي چارې زمونږ په خپل کنټرول کې وي.‪"‬

د ملي دفاع وزیر وویل چې لا تراوسه تر سلو زرو زیات د ناټو عساکر له افغانستان وتي دي او تمه ده چې نور یې هم ووځي.

هغه وویل ‪"‬د ناټو د ځواکونو د وتلو هرکلی کوو‪"‬.

د ملي دفاع وزیر وویل چې سږ کال تر ټولو دیارلسو نورو کلونو څخه خونړی او له ګواښونو ډک و، او په همدې کال کې د وسله والو مخالفینو حملې زیاتې وې.

جنرال محمدي وویل چې وسله وال مخالفین ندي توانېدلي چې د افغانستان یوه برخه هم ونیسي.

هغه د ټاکنو په سر راپورته شوې معضلې ته په کتو وویل چې د کاندیدانو ترمنځ روغه جوړه وشوه او هیله لري، چې نوی حکومت ژر کار پیل کړي.

د مارشال قسیم فهيم دا نظامي اکاډمۍ چې پخوا یوازې د نظامي اکاډمۍ په نوم مشهوره وه، په قرغه کې موقعیت لري او تر ډېره برېتانیا ورسره مرسته کوي.

د برېتانیا د دفاع وزیر چې افغانستان ته راغلی د نن ورځې په مراسمو کې یې وویل چې هیواد به یې له دغې اکاډمۍ سره مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل افغان امنیتي ځواکونه په خپلواک ډول د افغانستان ساتنه کولی شي.

افغانستان دم ګړۍ څه د باندې ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه لري، ددغو ځواکونو تمویل ته د سپټمبر په لومړیو کې د ناټو په سرمشریزه کې چې په ویلز کې وه د څه باندې ۵ ملیاردو ډالرو مرسته هم جلب شوه.

ناټو او امریکايي ځواکونه وايي، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایله له وتلو وروسته به افغان ځواکونو ته سلامشورې ورکوي او تجهیزات به ورته برابروي.

خو دواړه امریکا او هم ناټو ددې چارې لپاره د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک اړین ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG