د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري: پاکستان په خیبر ایجنسۍ کې د عملیاتو د پیل خبر نه دی راکړی


پاکستان دا عملیات تیره ورځ د خیبر په ایجنسۍ کې پیل کړي دي.
پاکستان دا عملیات تیره ورځ د خیبر په ایجنسۍ کې پیل کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې پاکستان ورسره د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته د خیبر په ایجنسۍ کې د خپلو روانو پوځي عملیاتو په هکله د عملیاتو له پیل وړاندې معلومات نه دي شریک کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د دواړو هیوادنود ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د عملیاتو د پیل وړاندې د معلوماتو په شریکولو موافقه کړې وه.

جنرال وزیري وویل " پاکستان اعلان کړی، چې هلته د کرښې هغې غاړې ته عملیات لري، خو د عملیاتو په اړه معلومات یې له افغانستان سره نه دي شریک کړي ".

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د خیبر په ایجنسۍکې یې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې پر خلاف د خیبر ۴ په نوم عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان د پوځ پوځ ویاند وویل چې د اسلامي دولت د ډلې مرکز په افغانستان کې دی او ادعا کړې ده چې د داعش ډله له افغانستان څخه پاکستان ته خپل وسله وال استوي.

هغه زیاته کړه چې په دغې سیمې کې یې د اسلامي دولت د ډلې سره د نورو ملاتړو تروریستي ډلود جماعت الحرار او د لشکر جهنگوي په ضد هم عملیات روان دي.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، چې د عملیاتو په اړه یې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو قوماندانۍ ته او هم افغان پوځ ته معلومات ورکړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د اکثرو تروریستي ډلو مرکزونه د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې نشته او دا ډلې د پاکستان په لویو ښارونو کې دیره دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند له پاکستان غواړي، چې د کرښې په اوږدو کې د عملیاتو پر ځای دې د دغه هیواد په لویو ښارونو کې د تروریستي ډلو پرخلاف اقدام وکړي.

جنرال وزیري وویل " اهداف د کرښې په اوږدو کې نه دي، اهداف د پاکستان په لویو ښارونو کې دي، هغوی دې هلته عملیات ترسره کړي او اهداف دې له منځه یوسي".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د پاکستان سره د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په هکله وویل، چې دا عملیات ګډ عملیات نه دي، بلکې د جنرال وزیري پر وینا دا عملیات د دواړو هیوادونو له خوا یو بل ته د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د تروریستي ډلو د پتنځایو په هکله د معلوماتو د ورکول په پایله کې ترسره کیږي.

جنرال دولت وزیري وايي، د هر هیواد له خوا د کرښې یوې غاړې کې دا عملیات ترسره کیږي چې امریکا او چین یې هم څارنه کوي.

XS
SM
MD
LG