د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال وزیري: بهرنیو سرتیرو ته په جګړه کې نه بلکې د روزنې ډګر کې اړتیا ده


افغان حکومت په پام کې لري چې د خپلو ځانګړو ځواکونو شمیر په راتلونکو کلونو کې دوه چنده زیات کړي.
افغان حکومت په پام کې لري چې د خپلو ځانګړو ځواکونو شمیر په راتلونکو کلونو کې دوه چنده زیات کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د امریکایي چارواکو له خوا افغانستان ته د نورو اضافي امریکایي سرتیرو د استولو د پریکړې په اړه وایي، د امریکا متحده ایالات او ناټو د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې اړتیا ته په کتنې دغه هیواد ته خپل سرتیري رالیږي.

جنرال دولت وزیري د امریکا د وال سټریټ جورنال د تیرې ورځې د رپوټ په هکله چې په کې افغانستان ته د محدود شمیر سرتیرو د استولو وړاندوینه شوې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، افغانستان د خپلو وسله والو مخالفانو سره د جګړې لپاره بهرنیو سرتیرو ته اړتیا نه لري.

جنرال وزیري وویل " اساسي خبره داده چې مونږ په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته د جګړې په ډګر کې اړتیا نه لرو، مونږ د مشورې لپاره او په هغو برخو کې چې د ښوونه روزنه ده، نوې وسلې دي، نوي قطعات جوړیږي هغو برخو کې مونږ ضرورت لرو.".

د امریکا د والستریټ جورنال ورځپاڼې د امریکا د پوځ له خوا افغانستان ته د نورو اضافي سرتیرو د استولو د پریکړې په اړه په خپل یو راپور کې ویلي چې د امریکا جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ به خپل د دفاع وزیر ته تر۳۹۰۰ پورې افغانستان ته د خپلو سرتیرو د استولو اجازه ورکړي.

د دې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د امریکا د حکومت امنیتي چارواکي طالبانو سره د خبرو او پر پاکستان باندې د فشار د زیاتوالو پرمسلو هم یوه خوله نه دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي د امریکا متحده ایالات او ناتو د افغان ځواکونو اړتیاوي ویني او د دغو اړتیاو د پوره کولو لپاره به افغانستان ته سلاکاران او روزونکي راولیږي.

جنرال وزیري وویل "مثلآ د کماندو قطعات زمونږه قول اردو کیږي دوه چنده کیږي، هوایي قطعات زمونږ جوړیږی، سرحدي پولیس یا نظم عامه پولیس وزارت دفاع ته راځي، د کشف او استخباراتو په برخه کې یا د انجینرۍ په برخه کې مونږ ضرورت لرو، نو همغه کافي ښوونکي هغوی لیږي چې په دې برخه کې له مونږ سره مرسته وکړي او زما په عقیده دې مرستې ته هغوی ژمن دي، د ناټو په غونډه کې چې په بروکسل کې وه، په دې باندې فیصله شوې او هغوی ژمن شوي دي چې په دې برخه کې له مونږ سره مرسته وکړي ".

تراوسه امریکا افغانستان لپاره خپله نوې پالیسي نه ده اعلان کړې، خو تمه ده چې دا پالیسې په نږدې ورځو کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG