د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: طالبانو سره د ایران د اړیکو د ادعاوو پلټنه کوو


جنرال وزیري د سه شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونه تر ۸۵ فیصدو پورې اکمال شوي دي.
جنرال وزیري د سه شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونه تر ۸۵ فیصدو پورې اکمال شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د هلمند او د فراه په ولایتونو کې د طالب وسله والو سره د ایران د مرستو او اړیکو په باب د دغو ولایتونو د والیانو له خوا د شوو ادعاوو پلټنه کوي.

د هلمند او فراه دواړو والیانو ادعاء کړې ده، چې د ایران د استخباراتو مامورینو پدغو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو له قومندانانو سره کتلي او د دغې ډلې له وسله والو سره نظامي مرستې کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په کابل کې خبریالانو ته وویل "د هلمند او فراه والي صاحبانو هم ویلي، چې د ایران خلک هلته ورغلي. دفاع وزارت ته مشخصه دنده سپارل شوې ده چې پدې هکله تحقیق وکړي، پوښتنې وکړي. کله چې ثبوت پیدا شي او دقیق وي. دفاع وزارت یې شریکوي".

دفاع وزارت وايي، چې دا تحقیقات ددې وزارت د استخباراتو او کشف د ادارو له لورې کیږي.

د هلمند والي حیات الله حیات ویلي چې د ایران استخباراتي مامورینو د دغه ولایت د ګرمسیر د صفار په سیمه کې له ځايي طالب قوماندانانو سره لیدلي دي.

والي حیات دا هم ویلي، چې دا لیده کاته دوه اوونۍ مخکې شوي دي.

د هلمند ګاونډي ولایت فراه والي اصف ننګ هم ورته ادعاء کړې ده او ویلي یې دي، چې په وروستیو میاشتو کې طالب وسله والو نوې وسلې ترلاسه کړي دي.

د امریکا غږ اشنا راډیو د ډیرو هڅو سره سره و نشو کړی چې د دغو ادعاوو په اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر واخلي. ددغه سفارت یو چارواکي امریکا غږ سره د خپل نظر د شریکولو ډډه وکړه.

تر دې وړاندې هم محلي چارواکو ویلي وو، چې ایران پدغو ولایتونو او ان ځینو نورو کې له طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته ماليي او تسلیحاتي امکانات برابروي.

پخپله طالبانو پدې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG