د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل میکانیزم جوړوي


تیره اونۍ د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله د تورخم بندر د پنځه ورځو لپاره تړلی وو.
تیره اونۍ د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله د تورخم بندر د پنځه ورځو لپاره تړلی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، چې د وزارت معین حکمت خلیل کرزي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او ځینو نورو چارواکو د پاکستان د بهرنیو چارو له معین اعزار چوهدري سره په تورخم کې د ستونزو د حل او یو لړ نور مسایلو باندې خبرې وکړې.

د وزارت اعلامیه وايي چې ښاغلي کرزي خپل پاکستاني معین چوهدری سره په خبرو کې " د انګور اډه، غلام خان او د خواجه خدر غره د تاسیساتو او د تلاشۍ د پوستو د جوړولو په ګډون د افغانستان په خاوره کې بیلابیلې سرغړونې مطرح کړې. همدغه راز د افغانستان په کلیو بانډو د پاکستان د پرلپسې اوبی موجبه بریدونو په اړه یي هم کلک اعتراض وکړ. "

اعلامیه وايي دواړو خواو د ستونزو د حل لپاره د یو ګډ میکانیزم پر جوړولو سلا وکړه، چې د هېواد د مشرانو له تاید وروسته به عملا کار پیل کړي.

اخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي خبرې په دوستانه فضا کې او د سرحدي ستونزو هوارولو ته په لیوالتیا سره ترسره وشوې.

اعلامیه وايي د خبرو جزییات به د دواړو هیوادونو د مشرانو سره شریک شي او د پنجشنبې او جمعې په ورځو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به په تاشکند کې د شانګهای د غونډې په څنډو کې پرې خبرې وکړي.

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان د پلاوي مشر همداشان د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او امنیتي چارو د سلاکار سرتاج عزیز سره هم کتلي دي.

دمخه معلومات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تورخم په شخړه د خبرو لپاره یو شپږ کسیز افغان پلاوی نن سهار اسلام اباد ته رسیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا امریکا غږ ته وویل، چې د افغان پلاوي مشرۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی کوي.

هغه وویل، چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې پیل شوي دي.

په دغو خبرو کې د پاکستان له اړخه ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عزیز احمد چودري په غاړه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې ښاغلي چودري د خپلو خبرو په سر کې په کابل کې نننۍ ځانمرګی برید په سختو ټکو وغنده.

غونډه لا هم روانه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دغه شپږ کسیز پلاوي کې چې مشري یې حکمت کرزی کوي، د افغانستان د ملي امنیت د شورا، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تخنیکي استازي هم برخه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل، چې د خبرو اجندا د تورخم او د د ډیودنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړولو په سر موضوعات شامل دي.

‎ښاغلي مستغني وویل"د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي د بحث اجندا هغه ستونزې دي چې د تاسیساتو د جوړولو او په ځانګړي ډول په تورخم کې د دروازې د جوړولو له امله راپورته شوي دي ".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا سفر یو ورځنی سفر دی.

تیره اونۍ د تورخم په سیمه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ وروسته له هغې نښتې وشوې، چې پاکستاني لورې په دغه سیمه کې د دروزې د جوړولو کار پیل کړ او افغان لورې یې مخالفت وکړ.

په دغو نښتو کې د افغانستان په اړخ کې درې تنه ووژل شول او۲۳ نورټبیان شول.

پاکستان پوځ هم منلې چې په دغو نښتو کې د دوی د پوځ یو جګړن وژل شوی او ۱۱ تنه نورچې پوځیان هم په کې شامل دي ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG