د لاس رسي وړ اتصالات

دو سوه افغان دپلوماتان بیرته وطن ته ندي تللي؟


افغانستان اوسمهال په څه باندې ۵۰ هیوادونو کې دپلوماتیک شتون لري
افغانستان اوسمهال په څه باندې ۵۰ هیوادونو کې دپلوماتیک شتون لري

د یک ټلویزیون وايي داسې اسناد یې موندلي‌ چې ښيي ۲۰۳ افغان دپلوماتان په بهرنیو هیوادونو کې د خپل ماموریت تر بشپړیدلو وروسته،‌ بیرته افغانستان ته ندي تللي.‌ ویل کیږي اکثریت دغه دپلوماتان په اروپايي هیوادونو، امریکا او کاناډا کې پاتي شوي‌ دي.‌

د دغو دپلوماتانو په لست کې د ۱۲ سفیرانو نومونه هم یاد شوي‌ دي.‌

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ویاند، احمد شکیب مستغني، د دپلوماتانو د نه بیرته تګ خبر تایید کړی خو د یک ټلویزیون ته یې ويلي چې ټولو دپلوماتانو په کوربه هیوادونو کې سیاسي پناه نده اخیستی. د ښاغلي مستغني په وینا، ځینو دپلوماتانو په دغو هیوادونو کې کاري او روزنیز فرصتونه ترلاسه کړي.

د راپورنو له مخې د افغانستان ګڼ شمیر سفیران او ډیر شمیر دپلوماتان دوه تابیعته لري.

په افغانستان کې ورانو امنیتي حالاتو او د اقتصادي فرصتونو کموالي، په سلګونه زره افغانان نورو هیوادونو ته کډوالۍ ته اړ کړي‌ دي.‌

XS
SM
MD
LG