د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ډیپلوماتان راتلونکې ته خوشبینه دي


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مربوط ۱۳ مسلکي دیپلوماتان چې د دوو اوونیو په روزنیز پروګرام امریکا ته راغلي دي وايي چې د افغانستان راتلونکي ته خوشبینه دي. دغه ځوان دیپلوماتان د افغانستان، امریکا او چین د بهرنیو چارو د وزارتونو په همکارۍ جوړ شوي روزنیز پروګرام کې امریکا ته راغلي دي.

دوي د افغانستان په خارجه پالیسۍ او دافغانستان د راتلونکي په پلان جوړونه کې ډیر مهم رول لري.

دا خبرې د دې ځوان دیپلوماتانو د جملې نه دریو تنو د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې کړیدي. افغان ځوان دیپلومات صفي الله دلاور ،اصیل جان نیازي او احمد شاه کټوازي په خپلو خبرو کې امریکا ته خپل سفر گټور بللې دی او ویلي یې دي چې دې سفر کې دوي د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا د خاص استازي جیمز ډوبینز او نورو لوړ رتبه دیپلوماتانو سره لیدلي دي.

دغه راز دوي وايي چې د امریکا د دولتي او قانوني چارو په هکله یې یو لړ کورسونه تعقیب کړي او ویناوګانې یې اوریدلي دي.

دغو ځوانو دیپلوماتانو د چین ،امریکا او افغانستان په اشتراک دغه روزنیز سفر ډیر خاص بللی دی ځکه چې دې سره به دوي ته د خپل هېواد دننه او بهر د خدمت کولو زمینه برابره شي او د خپل هیواد خدمت به وکړی شي. دوي وايي چې داسې روزنیز پروګرامونه به په هر اړخیزه توګه مفید تمام شي.

دغو ځوانو افغان دیپلوماتانو په خپلو خبرو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه خوشبینې وښوده او ویې ویل چې دا د ۲۰۱۴ نه وروسته د اندیښنو خبرې بې اساسه دي. دوي وايي چې افغان ولس اوس په دې پوه شویدی چې دا وطن د همدوي دی او دوي به ېې ساتنه او پالنه کوي.

د دغو ځوان افغان دیپلوماتانو سره د امریکا غږ آشنا راډیو سره د خبرو تفصیل په ثبت شوي توګه په دې لاندي لینک کې اوریدلای شی شئ.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG