د لاس رسي وړ اتصالات

'ختیځو ولایتونو کې ډیرې خپلسرې وسلې پاتې دي'


'ختیځو ولایتونو کې ډیرې خپلسرې وسلې پاتې دي'
'ختیځو ولایتونو کې ډیرې خپلسرې وسلې پاتې دي'

د ختيځ زون د وسلو ټولولو رياست خبر ورکړى چې اوس هم په يو شمېر ولسواليو کې درنې وسلې له خپلسرو وسله والو سره پاتې دي او يو شمېرقوماندان اوس هم له خپل سرو وسلو کار اخلي.

د ختيځ زون د وسلو ټولولو ریيس بريد جنرال سيدمحمد علي پاچا د يوې مطبوعاتي غونډې له لارې خبر وکړ چې د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې درنې وسلې ټانک، توپ او هاوان له خلکوسره پاتې دي.

ده په دې برخه کې د اچين سرحدي ولسوالي په ګوته کړه او ويې ويل له دغو وسلو څخه اوس هم په ياده ولسوالۍ کې د ځمکو د شخړو په برخه کې کار اخیستل کېږي.

جنرال سيدمحمدعلي وايي چې يو شمېر قوماندان چې وسلې ورسره دي هغوي تر دې دمه پدې نه دي قانع شوي چې خپلې وسلې د ډاياک پروګرام ته وسپاري. ده په دې برخه کې لوړپوړي چارواکي او کشفي ارګانونه هم ګرم وګڼل چې د وسلو ټولولو په برخه کې لکه څومره چې لازمه ده له دوی سره يې مرسته نه ده کړې.

دى وايي پخوا له دوی سره دولتي چارواکيو مرسته کوله خو اوس ورسره مرسته نه کوي ځکه خو دغه خپلسرې وسلې اوس هم له وسله والو ډلو سره پاتې دي.

جنرال سيدمحمدعلي د ننګرهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کې چې هلته اوس امنيتي وضع هم خړه پړه ده، هلته لا خپلسرې وسلې شته. ده په دغو ولسواليو کې شېرزاد، حصارک، خوګياڼي او چپليار ولسوالۍ یادې کړې.

له ٢٠٠٥کاله راپه دېخواچې په ختيځ زون کې د ډاياک پروسه پيل شوې، ددغې پروسې مسوولين وايي چې تر دا مهال په دغو ولايتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې ٦٨٥١ ميله وسله راټوله شوې ده. خو دوی وايي اوس هم په يو شمېر ولسواليو کې په زرګونو او لکونو ميله سپکه او درنه وسله له خپلسرو وسله والو سره شته.

کتونکي ددغو وسلو شتون په سيمه کې د سولې او ولسواکۍ پروسې پر وړاندې ګواښ بولي او اندېښنه څرګندوي چې که دغه وسلې موجودې وي او راټولې نه شي نو د سيمه ييزو قومې شخړو په برخه کې به کارول کېږي او دغه شخړې لکه چې په دې وروستيو کې يې زور موندلى همداسې نورهم زور ومومي. د بيا رغونې چارې به له خنډوځنډ سره مخامخ کړي او د ولسوالې پروسې پر سر به يو درون ګوزار وي.

ننګرهار کې د طالبانو بریدونه او سیلاوونه

همدا تېره شپه وسله والومخالفينو د ننګرهار ولايت د اچين او سپين پر ولسواليوبريدونه کړي دي چې په دې بريدونوکې ددغه ولايت وياند احمد ضياعبدالزي په وينا دوه تنه امنيتي کسان زخميان شوي دي.

د امنيتي پېښو تر څنګ تېره شپه ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې تر سخت ورښته وروسته سېلاوونو راوتي چې د سيمې څلور تنه يې وژلي، په سلګونوجريبه کرنيزه ځمکه او يو شمېر څاروي يې له منځه وړي دي.

د ولايت وياند عبدالزى وايي چې دغه سېلاوونه د پچيرواګام په ولسوالۍ کې راوتي. دى وايي دوی ددغو سیلاوونو زيانونو څرګنددولو ته يوه ډله استولې چې تر زيانونو څرګندولو وروسته به له زيانمن شويو کورنيوسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG