د لاس رسي وړ اتصالات

کابل پولیسو د نشه يي توکو لسګونه ماشوم کاروباریان نیولي


د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان کال په تیرو اوو میاشتو کې یې د نشه يي توکو ۱۲۰ تنه پرچون پلورونکي نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان کال په تیرو اوو میاشتو کې یې د نشه يي توکو ۱۲۰ تنه پرچون پلورونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینت وايي چې د روان کال په تیرو اوو میاشتو کې یې د نشه يي توکو ۱۲۰ تنه پرچون پلورونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینت د مطبوعاتو مسؤل سید مهدي کاظمي امریکا غږ ته وویل چې په دې موده کې یې ۳۴ ټنه نشه يي توکي هم د کابل په مختلفو سیمو کې کشف او ضبط کړي دي.

ښاغلی کاظمي وايي چې په کابل کې د نشه يي توکو د پرچون پلورونکو نیولو ته زیاته پاملرنه کړې چې له دې لارې د نشه يي توکو عمده پلورونکي پېدا کړي.

هغه وویل "زموږ زیات تمرکز هم د کابل پر ښار دی چې وکولی شو د نشه يي توکو هغه پرچون پلورونکي وینسو چې د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لري، سږکال مو ۱۲۰ تنه پرچون پلورونکي په کابل ښار کې نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلي دي، زموږ هدف دا دی چې د پرچون پلورونکو له لارې هغو کسانو ته ځان ورسوو چې د همدې پرچون پلورونکو تمویلوونکي دي او زیات مواد په لاس کې لري."

ښاغلي کاظمي وویل چې له دې لارې يې تر اوسه د نشه يي توکو لسو عمده پلورونکي نیولي دي. خو تر اوسه د نیول شوو لسو کسانو نومونه په ډاګه شوي نه دي.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل ښار کې د نشه يي توکو د کاروباریانو په وړاندې یو پراخ تصفیوي پروګرام پيل کړ.

دغه راز ښاغلي کاظمي وویل هغه کسان چې په کابل کې په پرچون ډول نشه يي توکي پلوري ډیری یې له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي.
هغه داسې وویل "د ماشومانو موضوع زموږ لپاره هم یوه جدي ستونزه ده، د مثال په توګه، تیر کال د څلورنیم کیلوګرامو په اندازه هیروئين مو ونیول چې له جلال آباد نه کابل ته دننه کیدل، درې ماشومان چې د ښوونځي یونیفارم یې په تن کې وو دا مواد یې په بکسونو کې وموندل شول، قاچاقبرانو له دغو ماشومانو څخه ناوړه ګټه پورته کړې وه."

په همدې حال کې د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد وايي، دا مرکز هر کال د کابل ښار د اوه لسګونو حوزو کارکړنې ارزوي چې د دغو ارزونو له مخې په تیر یو کال کې د نشه يي توکو د پرچون پلورونکو د نیولو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

هغه داسې وویل "له نیکه مرغه له کال ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۲ پورې د هغې سروې له مخې چې د عدلي او قضايي مرکز د څارنوالۍ د ریاست لخوا ترسره شوې ده ښيي چې په کابل کې د نشه يي توکو د پرچون پلورونکو د نیولو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی"

دغه راز ښاغلي موحد وویل چې تیر کال د کابل ښار د اولسګونو حوزو لخوا، د نشه يي توکو د پرچون پلورونکو له درې سوو څخه زیاتې دوسيې دوي ته رسیدلې وې.

سره له دې چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس په کابل ښار کې د نشه يي توکو د پرچون پلورونکو نیونه یوه ستره لاسته راوړنه بولي خو د کابل ښار اوسیدونکي وايي تر هغې چې په کابل ښار کې د نشه يي توکو د پلورونکو اصلي تمویلوونکي و نه نیول شي دا ستونزه به همداسې پر خپل حال پاتې وي.

دغه راز د نشه يي توکو یو شمیر پرچون پلورونکي چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي وايي کله چې د نشه يي توکو د پلورلو پر مهال د پولیسو لخوا نیول کیږي، داسې کسان پیژني چې له هغوي سره مرسته وکړي او د قانون له منګولو څخه یې وژغوري.

خو د نشه يي توکو دا پرچون پلورونکي د هغو کسانو د نوم له اخیستلو ډډه کوي چې ترې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG