د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو زلزله ځپلو افغان کورنیو ته کورونه جوړ کړي


د برمل ولسوالۍ  یو له هغو سیمو  ده چې د جون د میاشتې په زلزله کې ډېره زیانمنه شوې ده.
د برمل ولسوالۍ  یو له هغو سیمو  ده چې د جون د میاشتې په زلزله کې ډېره زیانمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي د هغو افغان کورنیو دپاره یې د سولر تختو او بخاریو لرونکي اساسي کورونه جوړ کړي چې ددې کال د جون د میاشتې په سخته زلزله کې بې کوره شوي وو.

د جون په ۲۲ مه د پکتیکا، خوست او پکتیا په ولایتونو کې د ۵.۹ درجې په زلزله کې لږترلږه ۱۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او په لسګونه زره نور بې کوره شول. دا زلزله د افغانستان په کچه په تېرې یوې پیړۍ کې بې سارې وه.

د برمل ولسوالۍ یو له هغو سیمو ده چې په زلزله کې ډېره زیانمنه شوې ده. ددې ځای ګڼ شمېر کورنۍ چې کورونه یې نړېدلي، په خیمو کې اوسیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی لیونارد زولو وايي، شاوخوا ۷ زره کورنۍ بې کوره دي.

هغه وویل: "د کډوالو اداره هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکوي چې کورونه یې بشپړ او یا له ۶۰ فیصده زیات ویجاړ شوي دي."

ددې سیمې رسول بادشاه ته په داسې حال کې نوی کور ورکړل شوی چې په زلزله کې یې پلار، مور او وروڼه له نړېدلو دېوالونو لاندې شوي او مړه شوي دي.

هغه د زلزلې په وخت کې د کار روزګار دپاره پاکستان ته تللی وو. وايي، دا یې په زړه ارمان پاتې دی چې خپل عزیزان یې د وروستي ځل دپاره ونه لیدل. هغه وویل: "لاره بنده وه. په ډېرې سختې بیرته راغلم. کله چې راورسېدم، مور او وروڼه یې راته ښخ کړي وو."

د کډوالو اداره وايي، په تازه آبادو شویو کورونو کې بنیادي تشنابونه، سولر تختې او دودیزې بخارۍ جوړې شوي ترڅو اوسیدونکي په سخت ژمي کې خوندي وساتي.

مرستندیې موسسې وايي، د افغانستان دا سیمه له زلزلې وړاندې هم په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له بشري ناورین سره مخامخ وه.

د برمل اوسیدونکی باړه خان د ملګرو ملتونو په مرسته خوښ دی خو نیوکه کوي چې ددې سیمې د خلکو ژوندانه او د ماشومانو تعلیم ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده.

هغه وویل: "دا زلزله وشوه چې ځینې خلک راغلل او زموږ پوښتنه یې وکړه. ورته معلومه شوه چې موږ په څه حال کې ژوند کوو. کلنیک او ښوونځي نلرو. ماشومان مو بې سواده ستر شوي دي."

د کلي مشر دین فراز خان وايي له زده کړې پاتې ماشومانو فکر ورسره دی او هیله لري چې د نوي نسل دپاره یې د تعلیم زمینه برابره شي. هغه ټینګار کوي چې د ښوونځي، روغتون او سرک جوړېدل یې د خلکو اساسي اړتیاوې دي.

افغانستان په بهرنیو مرستو تکیه لرله. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې بندې شوي او په بهر کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په پام کې لري چې له ژمي وروسته ددې زلزله ځپلې سیمې د ویجاړو شویو ښوونځیو او کلینیک د رغولو کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG