د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دا مهال په سلګونو مدرسو کې ۳۱۵۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې د پوهنې د سرپرست وزیر محمد شفیق صمیم په خبره شاوخوا ۳۰ زره نجوني دي.
دا مهال په افغانستان کې د چارواکو په خبره څه باندې لس میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي چې شاوخوا ۳۲٪ یې نجونې دي.
د امریکا غږ خبریالې، بهارت صابر د پوهنې له سرپرست وزیر محمد شفیق صمیم سره مرکه کړې او په مدرسو کې د نجونو د زده کړو په اړه یې نور معلومات ترې غوښتي دي: