د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په طب پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام پیلیږي


kandahar uni 3
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:07 0:00

دا لمړی ځل دی، چې د کندهار په طب پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام پیل کیږي.

په کندهار کې چارواکي وايي چې په راتلوونکو دریو میاشتو کې د دغه ولایت په طب پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام پیل شي. دغه کار په علمي برخه کې د ټول افغانستان او په خاص ډول د کندهار لپاره مهم او ارزښتاک بلل کیږي.

د ماسترۍ دغه پروګرام د امریکا د پراختیايي ادارې په مالي مرسته پلی کیږي.

د کندهار د پوهنتون مشر حضرت میر توتاخیل وايي"موږ د پوهنتون د ملاتړ او بشري ځواک د پراختیا پروګرام، په نامه له یوې امریکايي ادارې سره تړون کړی چې د امریکا یو معتبر پوهنتون به د کندهار د طب پوهنځي د ماسترۍ د پروګرام نصاب جوړوي."

ښاغلی توتاخیل وايي چې په راتلوونکي کې به د پوهنتون په نورو پوهنځیو کې هم د ماسترۍ دا ډول پروګرامونه پیلوي.

د کندهار د طب پوهنځي مشر ډاکتر ولي محمد ویاړ وايي د ماسټرۍ د نوي پروګرام په پېلېدو او شپړېدو سره به په طبي برخې کې متخصصین لا زیات شي.

دی وايي کندهار په افغانستان کې لمړنی پوهنتون دی چې د امریکا په ملاتړ داسې یو پروګرام پیلوي" کابل طبي پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام خارجي ملاتړ او حمايه نلري او موږ یې لرو، د افغانستان څخه د باندي به د یوه معتبر او منلي پوهنتون په حیث فارغین په سیمه او نړۍ کې د کار ښه موقع ولري."

د ماسترۍ دغه پروګرام وړیا دی او د ټول افغانستان د طب پوهنځي محصلین په کې د زده کړې چانس لري. په دغه پروګرام کې به د افغان استادانو ترڅنګ یو شمېر بهرني ښوونکي له امریکا څخه د انټرنټ له لارې لکچر او درس ورکوي.

د کندهار پوهنتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00

د پوهنتون دملاتړ او کاري ځواک پروګرام

د "یو ایس ډبلیو ډي پي" یا د پوهنتون د ملاتړ او کاري ځواک د پراختیا پروګرام تېر کال په افغانستان کې پیل شوی دی.

د امریکا پراختیايي اداره یو اس آی ډي، پر دغې پروژې ۹۲ میلیونه ډالره لګوي چې، د افغانستان د لوړو زده کړو اداري او علمي معیار لوړ کړي.

په افغانستان کې د دغې ادارې افغان مشرظاهر جبارخیل وايي چې دوی د هیواد په ځینو نورو پوهنتونو کې هم دا ډول پروګرامونه پیلوي.

دی وايي د کابل د څلورو مرکزي پوهنتونو په ګډون ۱۱ پوهنتونونه په پلان کي نیول شوي چې هدف یې په صحي برخې کې د افغان متخصیصینو د کموالي د تشې ډکول دي.

دی وايي " زموږ اصلي هدف د هغو متحصیصینو روزل دي چي د کار شرایط ورته برابر وي، اوس افغانستان ته اکثره متخصیصین له بهر یا ووایو له ګاونډیو هیوادونو څخه را ځي او دلته هغه تخصص نسته چي د روغتیا د مارکیټ اړتیا پوره کړي."

دا مهال، په کابل او ننګرهار پوهنتونو کې هم په یو شمېر نورو برخو کې د ماسترۍ پروګرامونه پیل شوي او یو شمېر کسان ترې فارغ شوي هم دي.

د روغتیا په سکتور کې د افغان متحصیصینو روزل ډېر اړین بلل کیږي، په جنوبي ولایتونو کې د روغتیا د برخې چارواکي وايي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کي تر ۱۵۰ زیات افغانان د درملنې لپاره، پاکستان، هند او ایران ته ځي. د کندهار پوهنتون دا مهال ۱۲ پوهنځي لري چې شاوخوا شپږ زره محصلین په کې زده کړې کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG