د لاس رسي وړ اتصالات

سم نیمايي افغان ښوونځي ودانۍ نلري


سم نیمايي افغان ښوونځي ودانۍ نلري
سم نیمايي افغان ښوونځي ودانۍ نلري

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې له څوارلس زره ښوونځيو لا هم اووه زره ښوونځي سم ښوونیز چاپيریال نه لري او زده کوونکي د ودانيو په نه شتون کې زده کړې پر مخ وړي.

د پوهنې وزیر فاروق وردک نن د وحدت د نجونو د ښوونځي د ودانۍ د پرانیستنې په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې ښوونه او روزنه په بې سارې ډول پرمخ ځي او د پلانونو په اساس به یې په راتلونکو لس کالو کې په ټول افغانستان کې تعلیم عام شي او هر ماشوم به ښوونځي ته تلی شي.

د پوهنې وزیر وویل چې هر کال یو ملیون جدید الشمول زده کوونکي ښوونځيو کې داخلیږي، هر کال زر نوي مکتبونه تشکیلوي او په هر کال کې پنځه سوه ابتدايې په متوسطو او په همدې شمېر متوسطې لیسو ته لوړوي.

هغه وویل لوی خنډ د پوهنې د وزارت په وړاندې دا دی چې لا هم پنځوس په سلو کې ښوونځي تعلیمي چاپيریال نه لري.

فاروق وردک: ‪"ظرفیت ددې لرو چې هر کال پنځه سوه نوي مکتبونه اعمار کړو، اما ددې باوجود څنګه چې یو ملیون جدید الشمول لرو، نو تر ټولو ستر چلینچ او چالش چې زمونږ په مخ کې پروت دی، هغه د يوه مصؤن تعلیمي او تدریسي ماحول عدم موجودیت دی.‪"

هغه وویل له دې وروسته به په هره اوونۍ کې په کابل کې د دوو ښوونځیو افتتاح کوي او تر راتلونکو څلورو کالو به په کابل کې هيڅ داسې ښوونځی ونه لېدل شي چې تعمیر او تعلیمي چاپیریال و نه لري.

فاروق وردک وویل په پام کې لري چې دا ډول په هره اوونۍ کې د لس ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېږدي او د ښوونځیو د ودانیو د کمبود ستونزه به اواره وي.

XS
SM
MD
LG