د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهنې وزارت ۸۰زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري


د پوهنې وزارت وايي اوسمهال په ټول افغانستان کې له پوهنې وزارت سره ۲۱۷ زره ښوونکي ثبت او راجستر دي.
د پوهنې وزارت وايي اوسمهال په ټول افغانستان کې له پوهنې وزارت سره ۲۱۷ زره ښوونکي ثبت او راجستر دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې هغوی تر ۸۰زره نور مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل امریکا غږ ته وویل چې اوسمهال په درست افغانستان کې له پوهنې وزارت سره ۲۱۷ زره ښوونکي ثبت او راجستر دي چې ۱۱نیم میلیونو زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې مسؤلیت په غاړه لري.

ښاغلي حقمل وویل "که چیرې ۳۰۰زره ښوونکي موږ ولرو زموږ سیسټم به په هغه سټنډرډ سره پر مخ ځي چې په نړۍ کې حاکم دی یعنې ۳۰ نفره یا ۳۵ نفره به په یو صنف کې وي، موږ ته که په کال کې ۱۵زره بسته راکړل شي نو داسې وبوله چې په څلورو یا پنځوو کلونو کې دا تشه ډکیدلای شي، که په کال کې ۱۰زره بسته راکړل شي نو په شاوخوا ۸ کلونو کې دا ډکېدلای شي او که په کال کې ۵زره بسته راکړل شي نو بیا قصه رسیږي شاوخوا ۱۶ کلونو ته."

د ښاغلي حقمل پر وینا د پوهنې د معیاري سیسټم له مخې په کار ده چې له ۳۰ نه تر ۳۵ زده کوونکو ته یو ښوونکی سبق ووايي خو اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۰۰ افغان زده کوونکو ته ۱ ښوونکی رسیږي چې دا د معارف په کیفیت باندې ناوړې اغیزې کوي.

کبیر حقمل زیاته کړه چې د تیر لمریز کال په بودیجه کې یې د مالیې وزارت ته د ۲۵زرو ښوونکو د جذبولو وړاندیز کړی وو چې د مالیې وزارت د بودیجې د نشتوالي له امله د ۵زروه ښوونکو د استخدامولو بودیجه منلې وه.

حقمل وویل: "موږ ته تیرکال ۵زره بسته راکړل شوی وو چې ۵زره کسان تاسې د معلم په حیث استخدامولی شئ خو موږ ۲۵زره کسان غوښتي وو، سږکال مو عیناً له ۲۵زرو نه ډیر کسان ترې نه غوښتي وګورو چې په نوې بودیجه کې موږ ته څومره سهمیه راکوي."

دغه راز، د پوهنې وزارت ویاند په افغانستان کې د شاوخوا ۸زره ښوونځیو د کموالي خبره هم کوي او وايي چې اوسمهال په دغه هیواد کې ۱۳ زره ښوونځي شته او هغوي د ۱۱نیم میلیونه زده کوونکو د ښې ښوونې او روزنې لپاره تر ۲۵زره ښوونځیو ته اړتیا لري.

ښاغلي حقمل وویل "موږ له تیرو څوو کلونو راهیسې چې د نویو ښوونځو د ایجادولو پیل کړی دی، په منظم ډول سره مو هرکال زر نوي ښوونځي ایجاد کړي او د زرو ښوونځیو تعمیرونه مو جوړ کړي دي، نو د لس کلنې پالیسي له مخې که موږ په همدې شکل دا اوسط وساتو هم به هغو ښوونځیو ته تعمیرونه برابر شي چې اوس یې نه لري او هم هغه ښوونځي چې کال په کال ایجادیږي هقوی ته به تعمیر جوړ شي او دغه هدف چې موږ غواړو تر راتلونکو لسو کلونو پورې ۲۵زره ښوونځي ولرو دا به کال په کال موږ ته رانږدې کیږي."

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې اوسمهال د افغانستان په ناامنو سیمو کې له ۵سوه څخه زیات ښوونځي د ناامنیو له امله تړلي پاتې دي او شاوخوا یو نیم میلیون افغانان د فقر او ناامنیو له امله له ښوونې او روزنې بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG