په خوست کې چارواکو ښاریانو ته خبردار ورکړی چې د ټاکنو پر ورځ دې په ګاډو او موټرسایکلونو کې له تګ راتګ ډډه وکړي .
چارواکي وايي دغه پرېکړه یې د خلکو او د ټاکنو د ښه امنیت د نیولو په موخه کړې ده .
د خوست مطبوعاتي دفتر یوې اعلاميي کې ویل شوي چې، د دغه ولایت نظامي شورا له ناستې وروسته، دغه تصمیم نیولی دی .
طالب وسله وال تر ډېره د ګاډو او موټر سایکلونو په کارولو سره پر حکومتي تاسیساتو، افغان او بهرنیو سرتیرو بریدونه کوي، ښايي د دغه اقدام یوه موخه هم د طالب ځانمرګو موټر بم بریدونو مخنیوی وي .
تراوسه لا له کوم بل ولایت څخه د ټاکنو پر ورځ د ترافیکو د تړلو او نه تړلو خبر نه دی ورکړل شوی.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنې به د اپریل پر پنځمه کیږي ، څو ورځې د مخه په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمیسون سیمه اییزو چارواکو ویلي و چې، د انتخاباتو پر ورځ به په دغه ولایت کې د رايي اچونې ټول مرکزونه پرانیستي وي ،چې شاوخوا اووه سوو ته رسیږي .
خوست چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت غرنی ولایت دي، د طالبانو او حقاني شبکې نسبتا قوي مرکز بلل کیږي، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم د همدغې سیمې دی.
دغه ولایت له پاکستان سره هم کاواکه او پراخه ګډه پوله لري .