د لاس رسي وړ اتصالات

تر دې دمه د رايي اچونې بهیر څنګه روان دی ؟


رایه اچونکي
رایه اچونکي
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د کابل پر مهال د سهار پر اوو بجو پیل شول.

د طالبانو له ګواښونو او خبرداریو سره سره په لومړنیو څلورو ساعتونو کې د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو او ښارونو کې، د خلکو په وړاندې د رايي اچونې مرکزونه پرانیستل شول.

په ټول افغانستان کې د رایو اچونکو شمېر پام وړ بلل شوی دی .

د عادلانو ټاکنو د بنسټ مشر نادر نادري امریکا غږ ته وویل « د تېرو انتخاباتو په پرتله په ننیو انتخاباتو کې د خلکو ګډون زیات او شمېر یې لوړ دی.»

ښاغلي نادري وویل چې په ټاکنو کې د شویو ممکنه درغلیو په اړه به وروسته معلومات ورکړي.

ولسمشر کرزي، دوو مرستیالانو او کابېنې نورو وزیرانو او غړو یې د کابل ښار په اماني، حبیبیه او استقلال لیسو کې د خپلې خوښې کاندیدانو ته رايي ورکړي.

ولسمشر کرزي د رایي اچونې پر مهال پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د طالبانو له ګواښونو، باران او یخ موسم سره سره دې له کورونو را ووځي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي .

پر دې سربېره، تر دې دمه د جمهوري ریاست کاندیدانو اشرف غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، زلمي رسول، محمدشفیق ګل اغا شیرزي او داود سلطانزوي رايي ورکړي دي .
د انتخاباتو یو کارکوونکی
د انتخاباتو یو کارکوونکی

په ځینو ولایتونو کې په رایي اچونې کې د ښځو ونډه او شمېر حېرانونکی او پام وړ بلل شوی دی.

په هرات کې یوې رایې ورکونکې طیبې امریکا غږ ته وویل « زه ډاډمنه یمه چې افغانستان پر ښه لوري قدم ږدي او د افغانستان راتلونکی د خلکو په لاس جوړیږي .

په کندهار کې چې یو ناارامه ولایت بلل کیږي، د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل وايي، سلګونه ښځې یې لیدلي چې د کورنيو او دودیزو محدویتونو سره سره یې د رایې اچونې په مرکزونو کې اوږه کتارونه جوړ کړي و.

په کابل،هرات، کندز، مزار، جلال او ځینو نورو ولایتونو کې هم د خلکو او ښځو ګډون پراخ یاد شوی دی .

تر دې دمه د درغلیو په تړاوو کوم داسې پام وړ راپور ورکړل شوی نه ده ، خو د ډیموکراسې د څار د ادارې مشر ذکریا بارکزی امریکا غږ ته ویلي چې په کندهار کې ځینو امنیتي چاوراکو خلک له رايي اچونې را ګرځولې او څارونکو ته یې هم دڅار اجاز ورکړې نه ده.

ښاغلی بارکزی وايي همدغه راز د زابل په قیصار ولسوالۍ بیا یو شمېر زورواکان د رايي اچونې یو مرکز ته ننوتلي دي او خلک یې نه دي پرېښي چې رايي واچوي .


تر دې دمه د رايي اچونې بهیر عادي روان ، او د تاوتریخوالي د کومې پام وړ پېښې خبرو لا ورکړل شوي نه دي، یوازې د ارزګان، ننګرهار،لوګر او کندهار ولایتونو څخه د ځینو چاودنو راپورونه ترلاسه شوي چې د چارواکو په وینا د سر زیان نلري . د کورنیو چارو وزارت وايي داسې کومه پېښه چې انتخابات ګډوډ کړي، نه ده رامنځ ته شوې نه ده .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG