د لاس رسي وړ اتصالات

«دځینو شبکو لخوا د ټاکنو اعلان شوې پایلې غلطې دي»


 د رایو صندوق
د رایو صندوق
له هغې وروسته چې پر ځینو خبري رسنیو او ټولنېزو شبکو د انتخاباتو نسبي پایلې اعلان شوې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړ چې د ټاکنو د پایلو اعلان یوازې ددغه کمیسیون کار دی او بل هېڅوک یې د اعلانولو حق نلري.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر وېپپاڼې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي « د ټاکنو هر ډول پایلې چې د هر یوې غیر رسمي وېیپاڼې، فیسبوک او یاهم خبرې سرچینې څخه اعلان کیږي د منلو وړ او سمې نه دي

کمیسیون په ښکاره د کومې رسنۍ او یا هم ټولنیزې شبکې نوم اخیستی نه دی .

د ټاکنو کمیسون وايي لا هم د دریو ولایتونو پوره پایلې کابل ته رسېدلي نه دي او همدغه راز د ۳۱ ولایتونو څخه راغلې رایي پاڼې هم پوره شمېرل شوي نه دي، چې د کوم کاندید بریا او ماتې په ډاګه کړي .

د کمیسیون د اعلاميې له مخې د دوشنبې په ورځ یې (۰۴-۰۷-۲۰۱۴) په خپلو معلوماتي زېرمو کې د پایلو درج کول او ثبتول پیل کړي دي، چې د ټولو پایلو په ثبتولو سره به رسما قسمي نتایج اعلان کړي.
د طالبانو له ګواښونو او بریدونو سره سره اووه میلیونو خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ
د طالبانو له ګواښونو او بریدونو سره سره اووه میلیونو خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ


ښايي د قسمي نتایجو اعلان څو ورځې نورې هم ونیسي ، د انتخاباتو له پای ته رسېدو سملاسي وروسته ځینو خبري رسنیو او ټولنېزو شبکو د خپلو معلوماتو له مخې د ټاکنو قسمي پایلې اعلان کړې وې چې هر یوې هڅه کړې وه د خپل کاندید د بري کچه لوړه وښي .

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د شنبې په ورځ اپریل پر پنځمه ترسره شول.

د طالبانو له ګواښونو او ممکنه بریدونوسره سره شاوخوا اووه میلیونو خلکو په دغو ټاکنو کې ګډون وکړ چې، د دوی دغه پراخ ګډون کور دننه او بهر وستایل شو.

په دغو ټاکنو کې ټولټال اته کاندیدانو له یو بل سره سیالي وکړه چې د ولسمشر حامد کرزي ځای ناستی شي .

ولسمشر کرزي چې دوه دورې یانې لس کاله یې ولسمشري کړې، د افغانستان د اساسي قانون له مخې درېیم وار حق نلري چې ځان کاندید او ولسمشر شي .

د قانون له مخې هر کاندید چې د ټولو اچول شویو رایو پنځوس جمع یو (۵۰+۱) یانې تر نیمايي رايو پورته رايي وړې وې، د افغانستان منتخب ولسمشر دی .

خو که یو کاندید هم دغه معیار پوره نه کړ، نو انتخابات به دویم پړاوو ته ځي، په دویم پړاوو کې به بیا یوازې د سر دوه مخکښ کاندیدان چې تر نورو یې ډېرې رايي وړې وي، له یو بل سره سیالي کوي .

دا به په راتلونکو څو ورځو کې په ډاګه شي چې انتخابات دویم پړاوو ته ځي که نه؟

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي ابتدايي پایلې د ثور په لومړیو وروځو کې اعلانوي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG