د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د چنار کلنۍ مشاعره وشوه


د خوست چنار مشاعره
د خوست چنار مشاعره
د چنار دوديزه کلنۍ مشاعره نن جشنبه( ۱۰-۰۴-۲۰۱۴) د خوست په ملي لوبغالي کې ترسره شوه، چې د دغه ولايت پر چارواکو سربېره ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګيانو او د شعر او ادب مينه والو پکې ګډون کړی و.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي په پرانستونکې وينا کې د مشاعرې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې له ليکوالانو، شاعرانو او فرهنګيانو وغوښتل، چې د خپل شعر او کلام پر مټ د هېواد د پياوړتيا او پرمختګ لپاره کار وکړي.

«شاعران، ليکوالان، اديبان، فرهنګپالان، مشران او ځوانان هغه قوت دي، چې ځواکمن هوډ او پاک احساس يې کولای شي، چې د زياتو بې عدالتيو، ناخوالو مخه ونيسي».
د خوست په چنار کلنۍ مشاعره کې سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینوالو برخه اخیسته وه
د خوست په چنار کلنۍ مشاعره کې سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینوالو برخه اخیسته وه

په مشاعره کې د شاعرانو اکثريت شعرونو اصلاح کوونکې بڼه درلوده او خلکو ته يې په هېواد کې د تل پاتې سولې راوستو پيغامونه وړاندې کول او ځوانان يې خپلو مسووليتونو ته متوجه کول.

خو په دغه سيمه کې مشهور شاعر او ليکوال مطيع الله تراب بيا يادې شوې مشاعرې ته په خپل شعر کې پر پښتنو انتقاد وکړ، چې خپلې ژبې ته يې چندانې خدمت ندی کړی.

د مشاعرې په مختلفو برخو کې يو شمېر شاعرانو خپل جوړ کړي نظمونه په ترنم هم وړاندې کړل، چې مشاعرې ته يې ځانګړې ښکلا وروبښله او د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره له تېرو پنځو کلونو راهيسې هر کال د پسرلي په موسم کې په خوست کې جوړېږي او د هېواد د مختلفو ولايتونو ګڼ شمېر شاعران، اديبان، فرهنګيان او د شعر او فرهنګ مينه وال پکې ګډون کوي.

داسې ښکاري، چې دغې مشاعرې د دې ولايت پر ځوانانو مثبت اغېز کړی، دوی يې د فرهنګ په ډګر کې د پرمختګ پر لوري هڅولي، د خلکو په منځ کې يې د لوستو کسانو مينه زياته کړې او هم يې په خلکو کې د مطالعې کلتور ته وده ورکړې ده.
XS
SM
MD
LG