د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې ځانمرګي برید قومي مشر وواژه


تصویر له ارشیف څخه اخستل شوی دی
تصویر له ارشیف څخه اخستل شوی دی
په پکتیکا کې یو ځانمرګي برید د دغه ولایت یو قومي مشر وژلی او درې نور ولسي خلک یې ژوبل کړی دي .

چارواکي وايي برید د جمعې (۱۱-۰۴-۲۰۱۶) پر ماسپښین د ارګون ولسوالۍ بازا ته نژدې د اشرخې په نوم سیمه کې شوی دی .

د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر د اعلاميي له مخې د برید موخه د دغه ولایت قومي مشر ګل ببری ځدراڼ و.

په اعلاميي کې راغلي چې برید ګر له ښاغلي ځدراڼ سره تر روغبړ وروسته، لومړۍ پر هغه د تومانجې ډزې وکړي او بیا یې پرې ځان وژونکی برید وکړ او ځای پر ځای یې وواژه.

چارواکي وايي ښاغلي ببري هېڅ حکومتي دنده نه درلوده او یوازې یې قومي چارې مخ ته وړلې.

د پکتیکا والي دغه برید د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی چې اشاره یې مخامخ وسله والو طالبانو ته ده .

په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځیني قومي مشران او مخور په نښه شوي او وژل شوي دي .

پکتیکا ولایت د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت دې چې له پاکستان سره هم پوله لري او د افغان حکومت وسله وال مخالفین هم په کې تر یوه برید فعال بلل کیږي .
XS
SM
MD
LG