د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۱۷ محلونو رايي بیا شمېرل شوي دي


د رایو صندقونه
د رایو صندقونه
د افغانستان د ټآکنو خپلواک کمیسیون چې وايي د رایو د پایلپاڼو د شمېرنې بهیر په ښه ډول روان دی پهّ راتلونکې اونۍ کې به بیا هم د یو شمیر پایلې اعلان کړي.

خو د دغو قسمی پایلو د اعلان لپاره باید د مشکوکو محلاتو او صندوقونو رایې بیا وشمېرل شي .

د ټآکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل په ۲۱۷ محلونو کې يې بیا شمیرنه بشپړه کړي ده .

« د هیواد په یودېرشو (۳۱) ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او پلټنې اړتیا وه چې تر دمه یې تر دې دمه یې د څلورېشتو ولایتونو (۲۴) ولایتونو پّه دوه سوه اوولس (۲۰۱۷) محلونو کې دا پروسه بشپړه شوې ده او موږ هیله لرو چی په نورو ولایاتو کی هم دا پروسه بشپړه شي . «

د ټاکنو کمیسیون وايي باید د دوی د پریکړي پر اساس د پنځه سوه (۵۰۰) محلونو مشکوکې رایې بیا وشمېرل شي او یا هم تفتیش وشي .

همدا رنګه د شکایاتو د کمیسیون د وړاندیز پر اساس هم باید د پنځه سوو (۵۰۰) مرکزونو رایی له سره وشمیرل شي چې د غه بهیر نن پنجشنبه (۱۷-۰۴-۲۰۱۴) پيل شوی دی .
د انتخاباتو کمیسیون وايي په ټاکنو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون کړی دی
د انتخاباتو کمیسیون وايي په ټاکنو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون کړی دی

خو د بیا شمېرل شویو رایو څومره باطلې دي ؟

ښآغلې نور وايي « موږ د باطلولو لپاره مشخص میکانیزم لرو هر هغه ځای کی چې د خلکو اراده تمثیل شوې نه وي هغه رايې باید ګوښهّ کړل شي او بیا ترېنه استفاده نه کیږي او دا بیا شمیېنه د ناظرینو ، مشاهدینو او رسنیو په وړاندې تر سره کیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي داسي پایلپاڼې هم شته چي نه د کمیسیون د کارکونکو لاسلیک پرې شته او نه هم کوم بل قانونی مهر او ټآپه لري، او دا ډول رایې د ښاغلي نور په خبره باطلې او نه منل کیږي .

د تاکنو کمیسیون وايي سره له دی چې د رايوو بیا شمېرنه به وخت ونیسي خو دوی به هڅه کوي ناپاکې رايې له پاکو جلا کړي او حق حقدار ته وسپاري .

د انتخاباتو د لومړنۍ پایلې دویم اعلان به د ثور په څلورمه او ټاکنو وروستۍ او نهايي پایلې به د ثور د میاشتې په ۲۴ اعلان شي
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG