د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ټاکنو نژدې ۵۰ فیصده پایلې اعلان شوې


رایې پاڼې
رایې پاڼې
د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو پایلو دویمه برخه هم اعلان شوه چې بیا هم عبدالله عبدالله په کې تر نورو ټولو کاندیدانو مخکې دی.

د انتخاباتو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل « تېره اونۍ مو هم لس فیصده پایلې له تاسو سره شریکې کړې او یادونه مو کړې وه چې په پایلو کې به تغیرات راشي. خوشحاله یو چې ۴۹،۷ فیصده پاکې رایې چې په سیسټم کې داخلې شوې له تاسو سره شریکې کړو، په دوی کې د تېرې اونۍ لس فیصده اعلان شوې رایې هم شاملې دي.»

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې د ۱۰۸۶ محلونو مشکوکې راېی یې استولې چې وڅېړل شي.


د اعلان شویو پایلو له مخې عبدالله عبدالله ۴۴.۴ فیصده رایو په ګټلو لومړی او اشرف غني احمدزی د ٣٣،٢ فیصده رائیو سره دوهم دی.

د تېرې اونۍ په اعلان شویو پایلو کې عبدالله عبدالله ۴۱،۹ او اشرف غني احمدزي ٣٧،٦ فیصده رايې وړې وې .

په وروستنیو پایلو کې زلمي رسول د ۱۰،۴ او عبدرب الرسول سیاف د ۷ فیصدو رایو په ګټلو درېیم او څلورم راغلي دي .

نور کاندیدان، گل اغا شیرزی، قطب هلال، داود سلطانزوی او هدایت امین ارسلا په ترتیب سره یو په بل پسې دي .

خو لا هم د نژدې پنځوص فیصده لومړنیو پایلو له اعلان څخه وروسته هېڅ یو کاندید د جمهوري ریاست د ګټلو معیار پوره کړی نه دی، اعلان شوې پایلې هم وروستۍ نه دي او ښايي د نورو پایلو په اعلان سره په کې بدلون راشي.
د انتخاباتو کمیسیون وايي د اپریل پنځمې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون کړی و
د انتخاباتو کمیسیون وايي د اپریل پنځمې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون کړی و


په پام کې ده چې پنځوس فیصده نورې لومړنۍ پایلې په راتلونکې شاوخوا دوو اوونیو کې اعلان شي. د انتخاباتو کمیسیون وايي د ټاکنو وروستۍ او نهايي نتایج به د ثور په ۲۴ اعلان کړي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي شاوخوا اوه میلیونه خلکو د اپریل پنځمې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون کړی و.

د طالبانو د بریدونو د ګواښونو سره -سره په انتخاباتو کې د افغانانو پراخ ګډون په نړیواله کچه هم وستایل شو.

د دغو انتخاباتو لپاره څوارلس (۱۴) میلیونه رايې پاڼې چاپ شوې وې.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې که د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هېڅ یو کاندید هم پنځوس جمع یو (۵۰+۱) رايې ونه ګټي، انتخابات د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا ترسره کیږي .

کمیسیون وايي که انتخابات دویم پړاو ته غزیږي، دوی ورته بشپړ چمتوالی لري .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG