د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون: پاکې او ناپاکې رایې مو وشمېرلې


د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي رایې شمېري
د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي رایې شمېري
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ټولې پاکې او ناپاکې رایې شمېرل شوي، پروسس شوي او سبا د شنبې په ورځ( د اپریل ۲۶) به د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلان کړي.

د کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل چې ښايي اعلانېدونکې ابتدایي پایلې د پنجشنبې د ورځې قسمي اعلان شوي نتایج بدل کړي، خو ډېر او پام وړ تغیر به په کې رانشي .

ښاغلي نور وویل ( ټولې شاخوا اووه میلیونه رايې شمېرل شوي دي او د هغوی محلونو او مرکزونو نتایج چې رایې یې بیا شمېرل شوې او څېړل شوي، هم په کابل کې د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو راټولونې مرکز ته رسیدلي، پروسس شوي او شمېرل شوي دي .)

نوموړی وايي په ټول افغانستان کې د ۱۷۱۹محلونو او مرکزونو رایې بیا څېړل شوي او د ۷۸۹ محلونو او مرکزونو رایې بیا شمېرل شوي دي، له دغو محلونو او مرکزونو څخه د پراخو درغلیو د تورونو راپورونه ورکړل شوي و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ ( د اپریل ۲۴) د جمهوري ریاست د انتخاباتو د قسمي پایلو دریېمه برخه اعلان کړه چې عبدالله عبدالله په سلو کې څه باندې ۴۴ فیصده او اشرف غني احمدزي په سلو کې څه باندې ۳۲ فیصده رايې وړي دي .
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي د رایو صندقونه لېږدوي
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي د رایو صندقونه لېږدوي
زلمي رسول دی چې څه باندې یوولس فیصده رایې وړي او عبد رب الرسول سیاف په سلو کې یې ۷ فیصده رایې خپلې کړي دي. د جمهوري ریاست نورو کاندیدانو قطب الدین هلال دوه اعشاریه اته ، ګل اغا شیرزي یوه اعشاریه شپږ، داود سلطانزوی صفر اعشاره پنځه او هدایت امین ارسلا صفر اعشاریه دوه فیصده رایی گټلي دي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د جمهوري ریاست هر کاندید چې پنځوس فیصده جمع یوه (۵۰٪+۱ ) رایه وګټله د هېواد منتخب ولسمشر دی، خو تر دې مه یوه کاندید هم دغه معیار پوره کړی نه دی .

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني د قسمي پایلو د ورستۍ برخې د اعلان پر مهال شک وښود چې ښايي ټاکنې دویم پړاوو ته وغزیږي .

په دویم پړاوو کې به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ سیالي کیږي، چې ممکن دغه انتخاباتي رقابت د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ وي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات باید د لومړنیو انتخاباتو د ورستیو نتایجو له اعلان څخه دوه اونۍ وروسته ترسره شي .

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی د دویم پړاوو ټاکنو ته هم چمتوالی لري .

په پام کې ده چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نهايي او ورستۍ پایلې د ثور په ۲۴ اعلان شي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG