د لاس رسي وړ اتصالات

پر دویم دور ټاکنو شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي


د رایو صندقونه
د رایو صندقونه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکل شوې بودیجه شاوخوا ۱۳۰ میلیونه ډالره وه .

د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي دغه پېسې هغو شلو هېوادونو ورکړي چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ او ښې حکومتوالۍ لپاره کار او مرستې کوي .

ښاغلي نور امریکا غږ ته وویل چې دوی د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو لپاره هم وار د مخه بودیجه په پام کې نیولې او ټاکلې ده .

( موږ په مجموع کې د ۲۰۱۴ کال انتخاباتو لپاره شاوخوا ۱۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرله چې نړیوالې ټولنې ورکړي دي، احتمال دی چې پر دویم ځل ټاکنو د ۱۸ او ۲۰ میلیونه ډالرو ترمنځ لګښت راشي چې موږ یې لرو .)

د جمهوري ریاست په وروستي دور ټاکنو کې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د پراخو درغلیو راپورونه ترلاسه شول چې له کبله یې لسګونه زره رايې باطلې اعلان شوې .

د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمیسیون د درغلیو سلګونه قضيي څېړلې او په پام کې ده چې نتیجه یې راروانه یکشنبه (مۍ ۱۱) اعلان کړي، خو ښاغلی نور وايي دغه نتیجې به پر اعلان شویو پایلو هومره تاثیر ونلري .

له تېرو انتخاباتو زدکړې :
د انتخاباتو د کمیسیون ویاند وايي ښايي د تېرو ټاکنو بدې تجربې ورسره په شفاف او ښه ډول د دویم دور انتخاباتو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

( له تېرو ټاکنو مو ډېر څه زده کړي دي، هغه کارکوونکو ته کار نه ورکوو چې،په انتخاباتي حوزو کې یې ښه مدیریت نه و کړی، هغو مرکزونو او محلاتو ته به ډېرې رایې پاڼې ولېږدو چې په تېرو ټاکنو کې په کې له وخته مخکې خلاصې شوې وې، په دغو ځایونو کې به نور محلات هم جوړو، همدغه رازد استخامېدونکو کسانو د وړتیا پر لوړولو به ډېر کار وکړو. )
د انتخاباتو کمیسییون هیله ښيي چې په دویم دور انتخاباتو کې به تر لومړي دور ،ډېر خلک برخه واخلي
د انتخاباتو کمیسییون هیله ښيي چې په دویم دور انتخاباتو کې به تر لومړي دور ،ډېر خلک برخه واخلي
ښاغلي نور په لومړي ځل ومنله چې تر انتخاباتو څو ورځې د مخه په کابل کې د کمیسیون پر مرکزي دفتر د طالب وسله والو په برید کې په رايي اچونې کې د ګوتې پر کارېدونکو رنګونو سربېره نور مواد هم وسوځېدل چې هغه مهال یې دا خبره پټه کړه چې، خلک اندېښمن نه شي.

(دوه مشخص دلایل شته چې شاید د ټاکنو کمیسیون ونشي کړی پر ټاکلې نېټې دویم دور انتخابات ترسره کړي، تاسو به خبریاست چې تر انتخاباتو د مخه پر کمیسیون راکټي حملې وشوې چې حساسو موادو ته زیان ورسېد او دویم دا چې موږ باید۶۰ ولسوالیو ته د هوا له لارې مواد انتقال کړو چې دا په دوو اونیو کې نه کیږي. )

ښاغلی نور هیله ښيي چې په دویم دور انتخاباتو کې به د رایه ورکونو ګډون تر لومړنۍ دورې لا پراخ او زیات وي .

ټاکل شوې چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د جمهوري ریاست وروستۍ او نهايي پایلې د ثور په ۲۴ نېټه اعلان کړي، په همدې حال کې د کمیسیون مشر یوسف نورستاني امریکا غږ ته ویلي چې ممکنه له نهايي اعلان شاوخوا یوه میاشت وروسته د جوزا په ۲۴ چې د جون ۱۴ کیږي، دویم دور انتخابات ترسره کړي.

خو د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې دویم دور انتخابات له نهايي نتایجو وروسته د « دوو اونیو په اوږدو» کې ترسره کیږي .

په پام کې ده په دویم دور انتخاباتو کې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی له یو بل سره د سیالۍ ډګر ته ووځي، په دوی کې چې هر چا ډېرې رایې وګټلې هماغه د افغانستان منتخب ولسمشر اعلانیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG