د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو کمپاین پیل شو


د اپریل په پنځمه د افغانستان د جمهوري ریاست په لومړي دور انتخاباتو کې اتو کاندیدانو له یو بل سره سیالي وکړه.
د اپریل په پنځمه د افغانستان د جمهوري ریاست په لومړي دور انتخاباتو کې اتو کاندیدانو له یو بل سره سیالي وکړه.
د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی ترمنځ د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو کمپاین د کابل په وخت د پنجشنبې د شپې په ١٢ بجو په رسمي توگه پيل شو.

د دویم دور انتخاباتو کمپاین یو وېشت ورځې دوام کوي او د جون په څلورېشمته نېټه چې، د ټاکنو د ترسره کېدو ورځ ده، اته څلوېښت ساعته وړاندې پای ته رسیږي .

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات د جون په ۲۴ نېټه کیږي
د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات د جون په ۲۴ نېټه کیږي
د کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل د دویم پړاو ټاکنو لپاره پنځلس میلیونه رایې پاڼې چاپ شوي دي او د دې ترڅنګ د محلونو شمېره هم څلورېشت زرو ته پورته شوی دی.

په تېرو ټاکنو کې د رایې اچونې شاوخوا نونلس زره محلونه و چې، په ځینو سیمو کې د رایو اچونکو لپاره کافی ونه بلل شول او د دې په ځینو سیمو کې له ټاکلې نېټې مخکې رایې پاڼې خلاصې شوې وې .

ښاغلی نور وايي له دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي څخه یې غوښتي چې پنځه وېشت زره ، پنځه وېشت زره نوي ناظرین وروپېژني چې د رایې اچونې له پیل نه تر پایه ټولې چارې په سم او دقیق ډول وڅاري .

نوموړی وايي په لومړي دور ټاکنو کې د پاتې شپږو کاندیدانو ناظرین نظارت نشي کولی او له هغوی پرته د لومړي ډول ټاکنو نور ټول ناظرین حق لري چې په دویم پړاوو ټاکنو څار او نظارت وکړي .

په پامې کې ده چې په دویم دور انتخاباتو باندې شاوخوا شل میلیونه ډالره لګښت راشي .

د اپریل په پنځمه په لومړي دور انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون کور د ننه او بهر وستایل شو ، خو هېڅ یو کاندید هم پنځوس فیصده جمع یوه رایه ونه ګټله چې ولسمشر شي .

خو په دویم دور انتخاباتو کې په عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي کې چې هر یو ډېرې رايې وګټلې هماغه د افغانستان منتخب ولسمشر اعلانیږي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG