د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر احمدزي د ویډو کنفرانسونو نوښت


President-elect Ashraf Ghani Ahmadzai
President-elect Ashraf Ghani Ahmadzai

ولسمشر اشرف غني احمدزي د نورو کارونو ترڅنګ یو بل کار دا پیل کړی چې د ولایتونو له چارواکو او د خلکو له استازو سره د ویډیو له لارې خبرې کوي،د هغوی ستونزې اورې او لارښوونې او سپارښتنې ورته کوي.

ولسمشر احمدزي د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ د قندهار او تر هغه وړاندې د قندوز، خوست او هرات ولایتونو له چارواکو، ولسونو او مدني ټولنو له یو شمېر استازو سره خبرې وکړې، هغه پلان لري چې دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغزوي.

د هر ولایت بېلې ستونزې دي، د بېلګې په ډول په قندوز کې خلکو د سیمه اییزو پولیسو له کړو وړو شکایت درلود چې ولسمشر احمدزي والي ته کلکه سپارښتنه وکړه چې دغه ستونزه دې ژر تر ژره حل کړي.

د ځينو کارپوهانو په باور ښايي ښاغلی احمدزی لومړنی افغان ولسمشر وي، چې له ټکنالوژۍ نه د خپلې حکومتوالۍ د ښه والي، د خلکو د ستونزو د اورېدو او چارواکو ته د سپارښتنو او لارښوونو په برخو کې ګټه اخلي.

د ولسي جرګې غړې ساهره شریف وايي د ویډويي کنفرانسونو ښه والی دا دی چې په کم وخت کې ډېر کار کیږي او د ځینو امنیتي ستونزو له کبله ولسمشر نه شي کولی هر ولایت ته سفر وکړي .

آغلې شریف وایي " ته والیان او قومي مشران کابل ته راغواړي وخت ډېر نیسي او پېسې هم ډېرې لګول کیږي چې په ویډويي کنفرانس سره یې مخه نیول کېدی شي. بله خبر دا ده چې والي، د خلکو استازي او د مدني ټولنې فعالان له ولسمشر سره د یو شمېر وزیرانو په موجودیت کې خبرې کوي او د هغوی له ستونزو خبرېږي او د حل کولو ژمنې ورته چې دا د اداري فساد پر ضد هم یوه ښه مبارزه کېدی شي."

مېرمن شریف وايي چې د ولسمشر ویډويي کنفرانسونه د ولس او حکومت ترمنځ شته واټن هم کمولی شي ځکه چې له هغه سره مخامخ غږیږي.

په نورې نړۍ کې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې له ساینس او ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه ډېره ارزښتناکه بلل کېږه، خو افغانستان لا په دغې برخې کې ډېر پرمختګ نه دی کړی .

د مدیریت او ښې حکومتوالۍ د چارو کارپوه احمد نور حبیبزی سره له دې چې د ولسمشر غني دغه کار يو ښه ګام بولي خو، ټېنګار یې دا دی چې په افغانستان کې غوندې یو هېواد کې ښايي دا تجربه ډېره ګټوره نه وي.

ښاغلی حبیبزی وایي " ولسمشر غنِ یو اکاډمیک شخصیت دی او دغه کار یې هم تر ډېره اکاډمیک او یو ښه ګام دی، خو که د دغو ویډو کنفرانسونو له لارې هغه د هېواد لپاره تګلاره جوړوې، شاید ښه نتیجه ورنکړي، ما په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې ډېر کار کړی دی، په داسې کنفرانسونو کې والیان خپل ځانګړي قومي مشران او نژدې کسان راغواړي چې د هغوی په پلوۍ خبرې کوي او د شتوو ستونزو یادونه هېڅ نه کوي، خو بیا هم دا یو ښه ګام دی خو د ستونزو په حل کولو کې هومره اغیزناک ثابتېدی نه شي."

ښاغلی حبیبزی په دې باور دی چې ولسمشر باید د ویډويي کنفرانسونو پر ځای کاري ډلې ولایتونو ته واستوي چې له خلکو سره مخامخ او له نژدې خبرې وکړي او ولسمشر ته دې راپورونه ورکړي.

اشرف غني احمدزي د عادلانه نظام په نوم خپل چاپ شوي کتاب هم د ښې حکومتوالۍ او قانون د حاکمیت لپاره له ساینس او ټکنالوژۍ څخه پر ګټې اخیستلو ډېر ټېنګار کړی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG