د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی: پر اساسي قانون له چا سره معامله نه کوم


اشرف غني احمدزی
اشرف غني احمدزی

ښاغلي احمدزي د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په لسمه په کابل کې په خپل کور کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر وخت د ملي یوالي د حکومت پر جوړولو ټېنګار وکړ خو زیاته یې کړه چې داسې حکومت نه غواړي چې « دوه سرونه » ولري چې ښايي له دغې خبرې نه یې هدف دا وي چې واک له هیچا سره نه ویشي.

ده ټینګار وکړ چې د قانون حاکمیت ډېر مهم دی او دغه حاکمیت د ده په خبره د افغانستان اساسي قانون ته په احترام او درناوي ټینګ کیږي.

د ښاغلي احمدزي او ښاغلي عبدالله ترمنځ له څه وخته راهېسې د ملي حکومت پر جوړولو خبرې روانې دي چې تر دې دمه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړي پر خپل سیال عبدالله عبدالله غږ وکړ چې بیا دې سیاسي خبرو ته ور وګرځي، دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي احمدزي د ډلې ویاند طاهر ظهیر امریکا غږ ته ویلي چې سبا پنجشنبه سپتمبر ۱۱ به دواړه کاندیدان د ولسمشر کرزي په منځګړتوب په ارګ کې یو ځل بیا سره وکوري، خو د عبدالله عبدالله ډله وايي چې په دې اړه لا څه نه شي ویلی.

ښاغلي احمدزي په تنده لهجه وویل چې د افغانستان پر اساسي قانون به له هیچا سره هم معامله ونه کړي "موږ به د افغانستان پر اساسي قانون باندې له هیچا سره معامله ونه کړو، ځکه خلکو موږ ته د دې لپاره رایه نه ده راکړې چې موږ دې پر اساسي قانون معامله وکړو، موږ خبرې روانې ساتو او نهیلي شوي هم نه یو."

ښاغلي احمدزي د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیون څخه هم وغوښتل چې د انتخاباتو پایلې دې ژر تر ژره اعلان کړي چې دغه په ټپه ولاړ سیاسي حالت پای ته ورسیږي.

ده د جمهوري ریاست د رایو بیا شمېرنه او څېړنه د انتخاباتو د مشروعیت د لا غښتلتیا په مانا وبلله او زیاته یې کړه چې په دغه کار سره ټولو افغانانو او نړیوالو ته د افغانستان د انتخاباتو مشروعیت لا ثابت شو.

ښاغلي احمدزي همدغه راز وویل چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانستان د کړکیچ او بحران پر لور بوځي او ويې ویل چې نور باید په هېواد کې «روانې وینې» ودرول شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات د اشرف اغني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ وشول چې د درغلیو او تقلب له پراخو ادعاوو سره مل و.

د درغلیو دغو ادعاوو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دوه وارې اړ ویست چې کابل ته ولاړ شي، په دغه لړ کې ولسمشر اوباما هم څو وارې په ټیلیفون له دواړو کاندیدانو سره خبرې وکړې.

له دغو ادعاوو وروسته د انتخاباتو ټولې رایې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې بیا وشمېرل شوې او وڅېړل شوې خو لا یې هم نتایج اعلان شوي نه دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG