د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون د رائیو د پلټنې د بهیر چټکتیا غواړي


د اافغانستان د دوهم پړاو ټاکنو د رائیو بیا پلټنه
د اافغانستان د دوهم پړاو ټاکنو د رائیو بیا پلټنه

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په یو بیان کې ویل شوي چې جمهور رئيس حامد کرزي نن د چارشنبې په سهار د انتخاباتي کمیسيونونو له رئيسانو او غړو سره په داسې حال کې وکتل، چې د جمهوري ریاست مرستیالان او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم حاضر و.

ددغه بیان له مخې په دغه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وړانديز جوړه شوې وه، د رائیو دپلټنې د بهیر د پرمختګ او د تخنيکي بهير د ستونزو د څرنګوالي پر اړوندو مسایلو بحث او خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د انتخاباتي کمیسيونونو غړو د ټاکنو د بهير چټکتیا لپاره بشپړ چمتووالی وښود، خو هغوي په دی برخه کې د ټاکنو له کمیسیون سره د دواړو ټیمونو د همکارۍ پر اړتیا ټينګار وکړ.

ددغه بیان له مخې جمهور رئيس کرزي د غونډې برخوالو ته وویل چې د افغانستان خلک له میاشتو راهیسې د انتخاباتو پایلو ته په تمه دي او دغه پایلې باید ډېر ژر اعلان شي.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې وروستۍ خپرې شوې مقالې ته د اشارې په ترځ کې وویل چې د دا ډول مطالبو خپرول د افغانستان د بې ثبات کولو لپاره د بهرنيانو ښکاره لاسوهنه او توطئه ده او باید ورته اجازه ورنه کړل شي.

جمهور رئيس ټینګار وکړ چې د انتخاباتو د نتیجې د اعلان ځنډېدل، د خلکو د ژوند پر ټولو برخو په ځانګړې توګه امنیت او اقتصاد او همداراز پر حکومتي چارو منفي اغیز کړی دی، نو دا ایجابوي چې دغه بهير په ټاکلې نیته پای ته ورسيږي او زموږ خلک نور له دې اندېښنې څخه خلاص شي.

جمهورریس کرزي د ټاکنو د کمیسیونو د چارواکو سره په داسې حال کې کتلی چې په پام کې ده ماښام د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان یو ځل بیاسره خبرو ته کښیني.

د دواړو کاندیدانو ټاکنیزو ټیمونوچارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د کاندیدانو ترمنځ په کتنه کې به په هغو نا حال شوو سیاسي مسلو خبرې وشي چې د دواړو ټیمونو یوې ګډي کمیتې د ملي وحدت په راتلونکی حکومت کې د دواړو ټیمونو د همکارۍ په باب پرې د یوې اونۍ را په دیخوا خبرې کړي دي او په ځینو ټلو سره موافقې ته نه دي رسیدلي.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ دا کتنه وروسته له هغه ترسره کیږي چې د سه شنبې په ماښام د ټاکنو په خپلواکه کمیسیون کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم پلویانو د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د کارکونکو سره لاس په لاس نښته کړی چې له امله یې لږ ترلږه دټاکنو د خپلواکه کمیسیون څلورتنه ټپیان شوي دي.

ددغې نښتې له امله نن د رائیو د پلټنې کار د ټاکل شوي وخت څلور ساعته وروسته پیل شو د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون مرستیال ددواړو کاندیدانو د استازو وغوښتل چې په راتلونکي کې د تاوتریخوالې دپیښو پیښدلو مخه ونیسي اودغه کمیسیون سره د چارو د ښه تنظیم په برخه کې مرسته وکړي.

ملګري ملتونو په یوه بیان کې د ټاکنو په خپلواکه کمیسیون کې د تاوتریخوالي دا پیښه په کلکه غندلی ده او پیښه یې اندیښنه څرګنده کړي ده.

افغانستان لباره د ملګروملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما په یو بیان کې ویلي چې دا لومړی ځل نه دی چې د کمپاین د ټيمونو له خوا ترخې خبرې رامنځته کيږي او په پایله کې په تاو تریخوالي اوړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر ښاغلي یان کوبيش وویل:" ملګري ملتونه ددغه تاوتریخوالي رامنځته کيدل په کلکه غندي، ټول اړخونه د کمپاین ټيمونه ، د ټاکنو خپلواک کميسيون، د ملګرو ملتونو څارونکي چې په دغه مهمه پروسه کې ښکيل دي باید د چلند د اړوندو مقرراتو څخه پيروي وکړي، او له خپله اړخه باید ښه مسلکي چلند وکړي؛.

همداشان ملګرو ملتونوددغې پیښې د پلتنې لباره د یوې ګډي کمیټې د جوړیدلو هرکلی کړی دی.

ملګري ملتون وایي چې تراوسه ۱۲۰۰۰ په شاوخوا کې د رائیو صندوقونه پلټل شوی دي دا اداره وایي چې د پلټنې د بهیر نه ددغې ادارې ۱۵۰ څارونکي څارنه کوي.

XS
SM
MD
LG