د لاس رسي وړ اتصالات

د رائیو د تفتیش د میعارونو نهایي کول


Afghanistan Election
Afghanistan Election

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري له مینځگړیتوب وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو دوو نوماندانو په یو سیاسي چوکاټ او د ټولو رائیو په پلټنه هوکړه وکړه.

ددې موافقې سره سره د هغې د پلې په مکانیزم باندې جنجال دوام پیدا کړ چې د رائیو د پلټنې د پروسې د څو ځلي ځنډ سبب شو.

یو ددې جنجالونو څخه د رائیو د تفتیش او باطلولو لپاره د پاکو او ناپاکو رائیو د جلا کولو د معارونو پر سر موافقه وه.

د تفتیش او بیاپلټنې پر وخت د دواړو ټیمونو د څارونکو ترمنځ له جنجالي بحثونو او حتی فزیکي شخړو څخه وروسته بالاخره د ملگرو ملتونو سازمان د دواړو انتخاباتي ټیمونو په موافقه د رائیو د پلټنې معیارونه برابر کړل.

له ناپاکو رائیو څخه د پاکو رائیو د جلا کولو لپاره معیارونه شپاړس دي چې د پوښتنې په توگه مطرح شوي دي او د هرې پوښتنې ځواب دوه انتخابه لري، بلې او نه؟

اوس د افغانستان انتخاباتي کمیسیونونه د همدې بلې او نه پر بنسټ د دواړو ټیمونو او نړیوالو څارونکو په شتون کې حقیقي رای له تقلبي رائیو جلا کوي.

د رائیو د پلټنې کړنلاره دلته وگورئ:
د رائیو د پلټنې کړنلاره دلته وگورئ:

د رائیو د پلټنې کړنلاره دلته وگورئ:
د رائیو د پلټنې کړنلاره دلته وگورئ:

د رائیو د پلټنې کړنلاره دلته وگورئ:
د رائیو د پلټنې کړنلاره دلته وگورئ:

د روانې اونۍ د پیل راهیسې د رائیو د بیا پلټنې بهیر د یو لړ کوچنیو او لویو ستونزو سره سره پرمخ روان دی او تر اوسه د رائیو د څه دپاسه څلور زرو صندوقونو رای پلټل شوي دي.

خو ددغې پروسې په ترڅ کې د کاندیدانو د استازو ترمنځ د ملگرو ملتونو په مرسته د جوړې شوې شپاړس ماده ییزې کړنلارې پر سر د نظر بشپړ یووالی نشته.

د هغو معیارونو له جملې څخه چې پرې توافق شوی دوه مادې د زیات بحثونو او جنجال سره مخامخ شوي.

په دولسمه ماده کې ویل شوي دي چې آیا د په نښه کیدو ورته علامې او یا په همدې توگه همداسې ورته په نښه کیدل د رائیو پر پاڼو لیدل کیږي؟ او شپاړسمه ماده وایي، آیا د رائیو په صندوقونو کې داسې نتیجې شته چې د د ډیرو ښو نړیوالو چلندونو سره سم د ځانگړې ارزونې ایجاب کوي.

د مثال په توگه د لومړي او دوهم پړاو ټاکنو په ټولو رائیو کې عمده توپیر موجود وي؟ د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم دومره په دغو دوو ټکو تاکید کړی چې حتی د رائیو د بیا پلټنې د پروسې د ځنډولو سبب شو.

اوس د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ په څرگنده د رامنځ ته شوي توافق څخه داسې بریښي چې د پلټنې بهیر به په بیړه پرمخ ولاړ شي او د همدې تفتیش په پایله کې به ددې دوو نوماندانو څخه یو د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي پر ځای د جمهور رئیس په توگه لوړه وکړي.

خو ددې دواړو ټیمونو د چلند د سابقې له مخې یو شمیر څیړونکي په دې باور دي چې کیدای شي د رائیو پلټنه بیا له گواښ سره مخامخ شي.

څیړونکي دا هم وایي چې د رائیو د تفتیش مسله به یوه تشریفاتي جنبه ولري چې د دواړو خواو پلویان قانع کړای شي، خو اصلي موافقه به سیاسي توافق او د د سیاسي قدرت ویش وي.

XS
SM
MD
LG