د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو رایې ورکړې د رایوو مرکزونه وتړل شول


نن د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ په ملیونونو افغانانو له دوو کاندیدانو نه یوه ته د راتلونکي پنځه کلنې دورې لپاره رايې ورکړې. جمهور رئيس حامد کرزي د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو او د حکومت لوړ پوړو چارواکو رايې وکارولې رحیم ګل څاروان د رايي ورکولو په مهال د جمهوري ریاست کاندیدان تعقیب کړي دي.


جمهور رئيس حامد کرزي او د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د جوزا په څلور ویشتمه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې خپلې رايې ورکړې. جمهور رئيس حامد کرزي چې نن سهار پنځلس کمې اته بجې په اماني لیسه کې خپله رایه وکاروله. ښاغلي کرزي د افغانانو څخه وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي او خپل برخلیک په خپله وټاکي. .
له جمهور رئيس حامد کرزي سره د هغه د حکومت وزیران هم مل ول.


د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي په جلا جلا ځایونو کې خپلې رايي وکارولې. دواړو کاندیدانو د درغلیو د مخنیوي غږ وکړ.
.
ډاکټر اشرف غني احمدزي د حبیبي په لیسه کې چې د هغه مرستیال سرور دانش او احمدضياء مسعود هم ورسره وو له رايي ورکولو وروسته وویل له وسله والو مخالفینو غواړي خلک ټاکنو ته پریږدي، ملي امنیتي ځواکونه دې سیاسي کیږي نه، کمیسیونونه دې خپل مسؤلیت اداء کړي او له ټاکنو وروسته د ټاکنو نتایج چې د خلکو پرېکړه ده ومني.


د جمهوري ریاست بل کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله بیا د کابل ښار د استقلال په لیسه کې په داسې حال کې چې د هغه دوه مرستیالان، انجنیر محمد خان او حاجي محقق هم ورسره وو، رایه ورکړه.
.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل له امنیتي ځواکونو خوښ دی چې امنیت یې نیولی دی. د جمهوري ریاست کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې له حکومت او د ټاکنو له کمیسیونونو غواړي ترڅو د درغلیو مخه ونیسي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل په ځینو سیمو کې نا امني پېښه شوې، خو خلک یې له ټاکنو ندي ګرځولي. ،، بې درغلیو ټاکنې د ټول افغانستان په ګټه دي، مونږ یوه د تقلب رایه ځان ته نه غواړو او هیله لرو نور ټیمونه هم خلکو ته ووايي چې درغلۍ و نه کړي.،،.

له امنیتي ګواښونو سره سره بیا هم افغانان د جمهوري ریاست په دوهم پړاوو ټاکنو کې برخه واخېسته، که څه هم د حمل د شپاړسمې د ټاکنو په څیر لوی لوی کتارونه نه لیدل کېدل، خو بیا هم خلکو رايي ورکړې.

د رای ورکونکو په ډله کي سپین ږیری نوی کلن حنیف جان هم شامل و. په داسې حال کې چې جسما ضعیف وو او لاس یې رېږدېده د خپلې خوښ کاندید ته یې رایه ورکړه. .


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن دوه بجې په خبري کنفرانس کې د ورځې د فعالیتونو په تړاوو وویل چې ۳۳۳ د رايي ورکولو د محلونو رايي پاڼې کمې شوې وې چې داستونزه یې په خپل وخت اواره کړې ده.
احمد یوسف نورستاني وویل چې ۶۲۰۴ مرکزونه پرانستي وو، د ۴۰ په تړاوو چې په لرو سیمو کې ول معلومات نه لري. نورستاني وویل د درغلیو کچه کمه وه او لامل یې د کاندیدانو له لورې ښه څارنه وه.
XS
SM
MD
LG