د لاس رسي وړ اتصالات

ولې کاندید د یوه قوم او مرستیالان یې د نورو ؟


د رایو اچونې مرکز
د رایو اچونې مرکز
افغانستان د بیلابیلو قومونو او ټبرونو ګډ ټاټوبی دی، هر قوم او ټبر تر خپلې وسې ددغه هېواد په سیاسي جوړښتونو او ترکیب کې خپله ونډه لرلې ده.

شاوخوا یوه لسیزه وړاندې، کله چې حامد کرزی د افغانستان جمهور رئیس ټاکل کېده، د ملي یوالي او ملي مشارکت تر نامه لاندې یې خپل یو مرستیال تاجک او بل یې هزاره و ټاکه

د ښاغلي کرزي دلیل دا وو چې باید په سیاسي جوړښت کې نورو سترو قومونو ته هم ونډه ورکړل شي، چې ملي یوالي ته لاره پرانیستل شي. د جمهوري ریاست په تېرو او اوسنیو انتخاباتو کې هر کاندید د ښاغلي کرزي پر پله پل کېښود او همداسې یو سیاسي جوړښت یې رامنځ ته کړ.

د سیاسي چارو ځیني شننونکي په دې باور دي چې د افغانستان اوسني حالت ته په کتو، دا ډول سیاسي ترکیب ښايي په ملي یوالي کې پام وړ رول ولوبوي.
د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکی
د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکی


سیاسي کارپوه، مطیع الله اباسین وايي د افغانستان اوسني حالت ته په کتو، د همداسې یو ترکیب اړتیا لیدل کیږي چې ښايي اغیزناک وي.
ښاغلي اباسین امریکا غږ ته وویل:

« د اوس لپاره دغه سیاسي جوړښت ښه دي چې په حکومت کې نورو سترو قومونو ته هم ونډه ورکړل شي، په نژدې وخت کې کوم منفي تاثیر نشي لرلی، خو راتلونکي نسلونه هم همداسې ترکیبونه رامنځ ته کوي، بیا نو د اندېښنې وړ خبره ده، باید حکومتونه د وړتیا په اساس جوړ شي، نه د قومونو د انډول او تناسب له مخې.»


د افغانستان د جمهوري ریاست د اوسنیو انتخاباتو نهه کاندیدان د هېواد له لویو قومونو جوړ همداسې یو سیاسي جوړښت لري.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د افغانستان پر دغه سیاسي جوړښت کلکه نیوکه کوي، او دلیل یې دا دی چې د حکومت د جوړښت په دغه ترکېب کې چې څوکۍ په قومونو ویشل کیږي، وړتیاوې او استعدادونو په نظر کې نه نیول کیږي.

« له بده مرغه په تېرو کلونو کې خراب اساس کېښودل شو، چې باید په حکومت کې قومي جوړښتونه په پام کې ونیول شي، دا د وړتیاوو له منځه وړل او وژل دي، باید موږ حکومت د وړتیا، پوهې او تجربې له مخې جوړ کړو نه د قومونو د وېش له لیاري.»


مېرمن بارکزۍ هیله وښوده چې راتلونکي افغان نسلونه ددې له نظره دغه بد سیاسي جوړښت ته نور د پای ټکی کیږدي .

دا مهال د افغان حکومت پر مرستیالانو سربېره، د کابېنې وزیران او مرستیالان هم تر ډېره د همدغه سیاسي جوړښت له مخې ټاکل شوي دي. پ

د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې هم حکومتي څوکۍ د قومونو او مذهبونو په اساس ویشل کیږي .

ایا د افغانستان حکومتي جوړښت به همداسې د قومونو په اساس وېشلی پاتې شي، او د وخت په تېرېدو سره به له منځه ولاړ شي؟
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG